
په بادام باغ کې د کرنیزو او لاسي صنایعو نندارتون کې د ښځو پراخ ګډون
د کابل په بادام باغ کې د کرنې، مالدارۍ او لاسي صنایعو د محصولاتو او تولیداتو د ۳۳م نندارتون په درېیمه ورځ ښځينه سوداګرو پراخ حضور درلود.
په دغه نندارتون کې ښځو په ۵۶ غرفو کې خپل لاسي تولیدات او کورنۍ صنایع نندارې ته اېښي او د هغوی حضور د دې لامل شوی چې ګڼې ښځې د لیدو او د توکو د پېرلو لپاره دغه نندارتون ته راشي.
غرفه لرونکې، رویا وایي: «موږ له هرات راغلي یو او ډېره خوشحاله یم چې دا فرصت موږ ته برابر شو څو په نندارتون کې ګډون وکړو او له دې ځایه نوې نظریې واخلو. ډېرې نورې ښځې هم په دې نندارتون کې غرفې لري.»
بلې غرفه لرونکې، وحیدې و ویل: «ښځې او نارینه دواړوه د توکو د نندارې لپاره راځي. زموږ لاسي صنایعې غالۍ، جاینمازونه او بالښتونه دي.»
د نندارتون ګډونوال د خوښۍ په څرګندولو سره وایي، دغه ډول فرصتونه د دوی د لاسته راوړنو د معرفي کېدو او د ډاډمن بازار د موندلو لپاره خورا مهم دي.
غرفه لرونکي، محمد اشرف په دې اړه وایي: «وړمه ورځ انټرنیټ کار نه کاوه او خلک هم خبر نه وو، نن شکر خلک راغلل، ننداره یې وکړه، شرکتونه راغلل، قراردادونه وشول او هغه مېوې چې راوړي مو وې، وپلورل شوې.»
لیدونکو هم د دغه نندارتون د جوړېدو هرکلی کړی او زیاتوي چې په داسې نندارتونونو کې ګډون، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ ترڅنګ، د هېواد د کرنې او مالدارۍ د ظرفیتونو په تړاو د دوی پوهاوی زیاتوي.
د نندارتون لیدونکې، نازنین و ویل: «د خوښۍ ځای دی. کله چې دلته راغلم، ومې لیدل چې ښځو خپل تولیدات نندارې ته ایښې، دا د ویاړ ځای دی. زه خوشحاله یم چې ښځې هم کولی شي خپل ژوند ته بدلون ورکړي.»
د نندارتون بل لیدونکي، عبیدالله و ویل: «ډېر ګټور او غوره دی. زموږ کورني تولیدات ورځ تر بلې وده کوي او ډېر بدلونونه راځي. په هر نندارتون کې ډېر توپیرونه وینو او ګډونوال له نویو څېزونو سره اشنا کیږي.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند له هېوادوالو غواړي چې د کورنیو تولیداتو او حاصلاتو د پېژندلو لپاره په راتلونکو دوو ورځو کې له دغه نندارتون لیدنه وکړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، شېر محمد حاتمي و ویل: «دا نندارتون د دوو نورو ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانیستی دی او هېوادوال کولی شي چې د خپلې خوښې وړ تولیدات وپېري.»
د دغه وزارت په خبره، په دغه نندارتون کې د کروندګرو، د مالدارۍ د شرکتونو او کورنیو تولیدونکو لخوا د ښځو لاسي صنایع، بېلابېل کرنیز محصولات، لبنیات، د مالدارۍ صنایع او نور کورني تولیدات په ۲۶۳ غرفو کې د څلورو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "په بادام باغ کې د کرنیزو او لاسي صنایعو نندارتون کې د ښځو پراخ ګډون"