په ترکیې کې د افغانستان سفارت وتړل شو

په ترکیې کې د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ورځ فبروري شپږمه (سلواغه ۱۸) اعلان وکړ، چې د ترکیې د چارواکو د پرېکړې په اساس په انقرې کې یې خپل فعالیت بند کړ.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د ا.ا. له بیا راتګ وروسته، په ترکیې کې د افغانستان سفارت خپلې چارې مخې ته وړلې او ماموران یې د افغانستان د «اسلامي جمهوریت» په وخت کې ګمارل شوي وو.

د افغانستان سفارت په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې فعالیتونه یې د «کوربه هېواد د پرېکړې» په اساس بند کړل.

په دغه بیان کې لیکل شوي دي: «د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ نېټې راوروسته، د سفارت د کنترول د ترلاسه کولو لپاره د ا.ا. له ناکامو هڅو، د سفارت په دیپلوماتانو او مامورانو باندې د دوامداره فشارونو او همدغه راز د ترکیې په حکومت باندې له فشارونو څخه وروسته، د( ترکیې) د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه وکړه چې د جمهوریت د سفیر او د سفارت د دیپلوماتانو ماموریت ختم کړي.»

له دغه اعلان سره سره بیا هم سفارت د پنجشنبې په ورځ ټوله ورځ کار وکړ. د فرانس پرس خبري اژانس وایي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان له سفارت سره یې تماسونه ونیول، خو یو یې هم په دې اړه څرګندونې ونه کړې.

د سفارت یو امنیتي ساتونکي ویلي دي،‌ چې سفارت څکه تړل کېږي چې د «طالبانو رژیم سره یې مطابقت نه» لره.

خو د ایکس په حساب کې د افغانستان سفارت په بیان کې د سفارت د بندېدو علت په افغانستان کې «د خلکو په خوښه د یو مشروع حکومت نه شتوالی» ښودلی شوی او «په تېرو کلونو کې د همکارۍ له کبله» د ترکیې له حکومت څخه مننه کړې ده.

د ترکیې حکومت لا په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه هم ا.ا. څه ویلي دي.

ترکیې په کابل کې د ا.ا. په حکومت کې هم خپل سفارت فعال ساتلی او همدغه راز د مزار او هرات په ښارونو کې یې هم کونسلګرۍ پرانیستې دي.

پاکستان، چین او روسیې په هغو هېوادونو کې شامل دي، چې د ا.ا. دیپلوماتان یې منلي دي او د افغانستان د سفارت چارې هغوی مخې ته وړي.

سره له دې واک ته د ا.ا. د بیا رسېدو څه باندې درې کاله کېږي، یو هېواد هم د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په ملګرو ملتونو کې هم د افغانستان استازولی د «اسلامي جمهوریت» د وخت استازی مخې ته وړي.

نړیواله ټولنه د ا.ا. حکومت همه شمول نه بولي او د ځینو نورو شرایطو تر څنګ یې، د ښځو او اقلیتونو حقوقو ته درناوی او د همه شمول حکومت جوړول د رسمیت پېژندلو لپاره شرایط ټاکلي دي. خو ا.ا. وایي چې حکومت یې همه شمول دی او د «شریعت» په اساس ښځو ته حقوق ورکوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په ترکیې کې د افغانستان سفارت وتړل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*