په تېره میاشت کې د زړه د سوري له سلو د زیاتو ماشومانو درملنه شوې

د افغاني سرې میاشتې مسوولین وايي، په تېره یوه میاشت کې په هېواد کې پر زړه سوري اخته څه باندې ۱۰۰ ماشومانو ته يې د درملنې زمینه برابره کړې.

د دغې ټولنې ویاند زیاتوي، د روغتیايي کلنیکونو او ګرځنده ټیمونو له لارې څه باندې ۱۹ زرو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند، مدثر همراز وايي: «په تېره یوه میاشت کې شاوخوا، ۱۰۷ د زړه سوري ناروغان په کور دننه ځينو روغتونونو ته ور پیژندل شوي دي.»

 بل پلو هغه کورنۍ چې ماشومان یې د سوري زړه ناروغۍ لري، وايي چې دوی له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او پر دې خوښ دي چې د دې ټولنې له لوري یې د ماشومانو درملنه شوې ده.

د ناروغ ماشوم پلار، احسان الله هم وايي: «اقتصادي ستونزې مو درلودې، تېر کال مو نوملیکنه وکړه، ۱۰ ورځې مخکې مې ورسره اړیکه ونیوه او ناروغ یې وغوښت.»

خو د ماشومانو د زړه د سوري کېدو لاملونه کوم دي؟

د زړه جراح ډاکټر، نعمت الله ظفري په دې اړه وايي:«دغه ناروغي بیلابیل لاملونه درلودای شي، له کورنیو ودونو پیل تر خپل سرو درملو خوړولو پورې، چې مېندې یې د مینداورۍ پر مهال استعمالوي. ځينو مېندو ته داسې ناروغۍ هم پیدا کیږي چې په جنینو کې د زړه ناروغۍ لامل کیږي.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وینا، هغه ماشومان چې د سوري زړه ناروغۍ لري، د درملنې لګښت یې له دوه تر درې نیم زره ډالرو پورې دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په تېره میاشت کې د زړه د سوري له سلو د زیاتو ماشومانو درملنه شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*