په تېرو دوه کلونو کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان د ناچاودو ماینونو قرباني شوي – اوچا

په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي، په ټول هېواد کې هره میاشت چاودېدونکي توکي ۱۱۰ کسان وژني.

اوچا په یوه راپور کې ویلي، چې تېر کال د دغو قربانیانو ۸۹ سلنه ماشومان ول.

په دې راپور کې راغلي، چې له ۱۹۸۹ ز. کال راپدیخوا په افغانستان کې ۴۵ زره کسان د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو د پاتې شونو قرباني شوي دي.

دې دفتر زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د خدمتونو دفتر په افغانستان کې تر ۲۰۲۴ ز. کال پورې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دی.

اوچا وايي، که په هېواد کې د ماین پاکۍ چارې تمویل نشي؛ په افغانستان کې به د ۳ اعشاریه ۴ میلیون وګړو ژوند له خطر سره مخ شي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې تر ټولو ډېر پر ځمکنیو ماینونو او د جګړې له پاتې شونو ککړ دی او دا د بیارغونې او ثبات د ټینګښت لپاره د پام وړ خنډونه جوړوي.

د اوچا په راپور کې دا هم راغلي، چې په ټول افغانستان کې یو اعشاریه دوه میلیون مربع مټره ځمکه له ځمکنیو ماینونو، ناچاودو توکو ککړه شوې ده.

اوچا ويلي، چې د افغانستان په ککړو ځمکو کې ٢٦٢ ولسوالۍ دي، چې تعليمي ادارو او د اوبو سرچينو ته نږدې سيمې رانغاړي.

د دغه راپور له مخې؛ د ۲۰۲۲ ز. کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې، د دغو توکو او د جګړې د پاتې شونو د چاودنې په پایله کې ۱۴۰۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ۸۶ سلنه یې ماشومان ول.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دغو پېښو یو مهم عامل په افغانستان کې د پیسو پیدا کولو لپاره د فلزي ټوکو راټولول ګڼي.

ویل کیږي، چې د دې راپور پر بنسټ له تېر کال څخه راپدیخوا په هېواد کې ۸۸ سلنه پېښې له جګړو څخه له پاتې چاودېدونکیو توکو څخه رامنځته شوې دي.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*