د کابل امنیه قومانداني وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په پلازمېنه کې څوارلس کسانو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ګازو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي دغه کسان د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ وايي: د ګاز نیونې یو شمېر پېښې رامنځته شوي دي چې د دغو پېښو له امله له بده مرغه زموږ ۱۴ تنه هېوادوال په حق رسېدلي دي. چې په دوی کې ښځې، ځوانان او ماشومان هم شامل دي.
بلخوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د لرګیو د لوړې بیې او د برېښنا د نشتوالي له امله د خپلو کورونو د تودولو لپاره ډېری وخت له ګازي بخاریو کار اخلي چې دا مسأله د یو شمېر کسانو د مړینې لامل کیږي.
د کابل اوسېدونکی، فیاض په دې اړه وايي: خلک د بې وزلۍ او بد اقتصادي وضعیت له امله د برېښنا د نشتوالي له امله له ګازو کار اخلي. دا ډېر تلفات هم لري.
باید له لرګیو استفاده وشي ځکه په دې وروستیو کې موږ څو پېښې لرو. دغه پېښې د انسانانو د وژل کېدو لامل شوي دي. د بې غورۍ له امله ډېر ماشومان هم مړه دي. د کابل یو بل اوسېدونکی، سلیمان هم وايي:
اوس پوښتنه دا ده چې د ګازي بخاریو دوامداره استفاده څه پایلې لرلای شي؟
ډاکټر، عبدالبصیر اوچقون وايي، د ژمي له را رسېدو سره او د هوا له سړېدو سره خلک له ګازو او نفتو او د حیواناتو له پاتې شونو کار اخلي، چې کاربن مونو اوکساید تولیدوي چې کم یې تاوان نه لري خو چې زیات شي د مسمویت لامل کیږي.
د ژمي په رارسېدو سره د کابل ډېری اوسېدونکي په تېره بیا هغه خلک چې په اپارتمانونو کې ژوند کوي، د خپلو کورونو د تودولو لپاره د برېښنا په نشتوالي کې تر ډېره له ګازي بخاریو کار اخلي.
لومړی نظر وکړئ on "په تېرو دوو میاشتو کې ۱۴ تنه د ګاز نیونې له امله مړه دي"