
په تېرو ۸ میاشتو کې له ۳۹ هېوادونو له ۳۸ زرو ټنو زیات درمل وارد شوي
په داسې هېواد کې چې روغتیا د هرې کورنۍ تر ټولو مهمه پانګه ګڼل کېږي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا طلوع نیوز ته وړاندې شوي شمېرې ښيي، چې د روان لمریز کال کې په اتو میاشتو کې د ۱۹۵میلیون ډالرو په ارزښت څه باندې ۳۸ زره ټنه درمل هېواد ته وارد شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد هم وايي: « د ۱۴۰۴ کال د اته میاشتو په ترڅ کې شاوخوا ۳۸ زره او ۳۸۰ ټنه بېلابېل درمل چې ارزښت یې ۱۹۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي، هېواد ته وارد شوي دي. دا واردات له پاکستان، هندوستان، ترکیې، بنګلهدېش، چین، ایران، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو څخه ترسره شوي دي.»
د شمېرو له مخې، افغانستان ته د نړۍ له ۳۹ هېوادونو درمل واردېږی.
هغه هېوادونه چې افغانستان ته درمل واردوي دا دي:
پاکستان، هند، ترکیه، بنګلهدیش، چین، ایران، جرمني، ویټنام، اندونیزیا، ایرلند، ازبیکستان، اردن، سویلي کوریا، سوریه، انګلستان، هالنډ، متحده عربي امارات، تاجیکستان، کاناډا، اسپانیا، بیلاروس، امریکا، سریلانکا، مصر، روسیه، ټایلنډ، مالیزیا، هنګري، چک جمهوریت، د سویلي افریقا جمهوریت، اوکراین، بلغاریا، نیپال، لبنان، لتوانیا، پاناما، ایټالیا او کینیا.
له دې سره هممهاله، هېوادوال غواړي چې کورني تولیدات پراخ کړي او باکیفیته درمل وړاندې کړي.
د کابل يو اوسېدونکی، عتيقالله په دې اړه وايي: «ډاکتر نسخه درکوي، خو چې دوا واخلې بېکیفیته وي. بېکیفیته دوا هم له پاکستانه راځي او پر ناروغۍ هیڅ اغېز نه لري او ګټه نه کوي.»
عبدالله چې د کابل یو بل اوسېدونکی دی، طلوعنیوز ته وايي: «موږ له اسلامي امارته غواړو چې ښې او باکیفیته دواګانې هېواد ته راوړي او د بېکیفیته دوا واردات بند کړي.»
بلخوا، د هېواد روغتیا وزارت وایي چې افغانستان په ۱۵قلمه درملو کې ځانبسیاینې ته رسېدلی او د هېواد په ۱۳۰ کارخونو کې شاوخوا ۶۰۰ ډوله درمل او طبي محصولات تولیدېږي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل بیا په دې اړه داسې وايي: « په وروستیو کې زموږ یوه مثبته کړنه دا ده چې د درملو د قاچاق مخه مو نیولې ده. هغه دواګانې چې له نورو هېوادونو راځي او یا له یوه ولایته بل ولایت ته قاچاقېږي، موږ یې د مخنیوي هڅه ځکه کوو چې د کورنیو تولیداتو د پراختیا او ودې ملاتړ وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لړم پر ۲۱مه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ماليې وزارت ته لارښوونه وکړه چې تر راتلونکو درېیو میاشتو کې له پاکستانه د دوا واردات ودروي او له دغو محصولاتو ډډه وکړي.
لومړی نظر وکړئ on "په تېرو ۸ میاشتو کې له ۳۹ هېوادونو له ۳۸ زرو ټنو زیات درمل وارد شوي"