په روان کال کې ۵۸۶ زره افغانان له ایرانه راستانه شوي دي

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د روان  کال له پیل راهیسې ایران ۵۸۶ زره ناقانونه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي .

د دغو راپورونو لمخې دغه کډوال د ایران له بیلابیلو ښارونو راټول کړل شوي او بیا د دوغارون پولې له لارې ایستل شوي دي.

دوی چې اوس د کندز پر لور سفر په مخکې لري، د خپلې کډوالۍ د وخت ترخې کیسې لري.

راستون شوی موسی وايي: «موږ یې له کوره و ایستلو. د کډوالۍ اسناد، د کډوالۍ کارت یې غوښتل، پیسې یې اخیستلې او موږ یې زنداني کولو. په سخته مو را حرکت وکړ او افغانستان ته راستانه شو.»

له بلې خوا، یو شمېر افغان کډوال چې اوس هم په ایران کې ژوند کوي، له اسلامي امارته د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي.  

اختیار صافی چې په ایران کې کډوال دی، طلوع نیوز ته وايي: «هغوی ډېر موږ ځورولو، ځینې یې وهلو ټکولو، او ځینو مامورینو مو پاسپورټونه څېرل.»  

نصیر عالمي، په ایران کې یو بل افغان کډوال، و ویل: «د ایران له حکومت سره باید په دې برخه کې مذاکره وشي ترڅو د کډوالو ستونزې حل شي.»

د ایراني رسنیو د خراسان رضوي ولایت د امنیتي او انتظامي مرستیال په حواله ویلي، چې د روان کال له پیله د سلواغې میاشتې تر پنځمې پورې ۵۸۶ زره نافانونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

هغه زیاته کړې چې دغه کډوال له بېلابېلو ښارونو راټول شوي او د دوغارون له پولې را اړول شوي دي.

ایرانۍ رسنۍ وايي: «د خراسان رضوي ولایت د امنیتي او انتظامي مرستیال ویلي چې ۵۸۶ زره نافانونه افغانان د روان کال له پیله د سلواغې میاشتې تر پنځمې پورې له بېلابېلو ښارونو راټول شوي او د دغه ولایت د دوغارون له پولې بېرته خپل هېواد ته اړول شوي دي.»

خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي په تېرو درې اوونیو کې له پاکستان، ایران او ترکیې شاوخوا ۱۲ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.  

په پاکستان کې د اسلامي امارت سرکنسول عبدالجبار تخاری هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د هڅو د دوام ډاډ ورکوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني، په دې اړه وویل: «شاوخوا ۱۲ زره افغانان له پاکستان، ایران او ترکیې څخه هېواد ته راستانه شوي دي چې له دې ډلې ۷۶ کسان له ترکیې، شاوخوا ۳ زره له پاکستان او ۹ زره له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.»

په کراچۍ کې د اسلامي امارت سر کونسل، عبدالجبار تخاري، هم ډاډ ورکړی چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.

هغه وویل: «هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې نیول کېدل، د اسلامي امارت د کونسلګرۍ په هڅو بندخونې ته له تګ مخکې خوشې شوي او خپلو کورونو ته ستنېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په تېره یوه میاشت کې د پاکستان له زندانونو د شاوخوا ۸۸۰ افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.  

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په روان کال کې ۵۸۶ زره افغانان له ایرانه راستانه شوي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*