په سرپل کې په بې سارې توګه د انګورو حاصلات زیات شوي دي

د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې په کم ساري ډول د انګورو حاصلاتو له زیاتېدو خبر ورکوي.

انګور یو له هغو مېوو ده، چې افغانستان کې ګڼ مینه‌وال لري او یوازې اووه ډوله یې په سرپل ولایت کې موندل کېږي.

ډېری بڼ لرونکي له همدې لارې د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه پوره کوي.

د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې تمه ده سږ کال د اووه زره او ۷۳۵ هکټاره انګورو له بڼونو ۱۲۳ زره او ۱۸ ټنه حاصلات ترلاسه شي، چې د تېر کال پرتله په بې مخینه توګه زیاتوالی ښیي.

د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر، شریف الله مصدق و ویل: «تېر کال په سرپل کې د انګورو حاصلات ۷۰ مټریک ټنه وو، اوس موږ په ۱۴۰۳ کال کې یو چې ۱۲۳ زره او ۱۸ مټریک ټنه وړاندوینه شوې ده، نو د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال پرتله ۵۶ سلنې زیات والی لیدل کېږي.»

 یو شمېر بڼ لرونکي بیا د طبیعي افتونو، د مناسب بازار او معیاري سړو خونو نشتون په اړه اندېښنه څرګندوي او له مسوولینو غواړي، چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.

په سرپل کې یو بڼوال، محمد حلیم وايي: «پنځه، شپږ ډوله دي. سږ کال یې حاصلات غنیمت دی، یو ډول مرض هم نیولي دي. موږ هم نور کار و بار نه لرو. همدا یو یو نیم جریب ځمکه لرو او روزګار پرې مخ ته وړو.»

یو بل بڼوال، علي خان هم په دې اړه و ویل: «کابو دولس جریبه د انګورو بڼ لرو، بېلابېل ډوله انګور پکې دي. طایفي انګور، کشمشي انګور، سره انګور، ژمني انګور، خو ستونزې مو ډېرې زیاتې دي. دولت باید موږ ته سړه خونه جوړه کړي. موږ غواړو چې خپل انګور د هېواد په سړو خونو کې وساتو او بیا یې بازار ته وړاندې کړو.»

بڼ لرونکي زیاتوي، چې د مناسب بازار او سړو خونو نشتون له امله، دا مهال یو من انګور په بازار کې له ۱۶۰ تر ۲۰۰ افغانۍ پلورل کېږي او په دې توګه دوی نشي کولی چې شوي لګښتونه هم پوره کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په سرپل کې په بې سارې توګه د انګورو حاصلات زیات شوي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*