د غور ولایت په خمي سیمه کې د دایکندي پر اوسېدونکو پرونى( پنجشنبه، وږي٢٢مه) برید د هېوادوالو او سیاسي فعالانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
سرچینو په وینا، په دغه برید کې ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
په تېر حکومت کې د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی او پر اېکس يې لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د دایکندي ولایت ۱۴ تنه بې ګناه اوسېدونکي دایکندي او غور پر لاره د ناپېژانده وسله والو له خوا په بې رحمانه ډول په ډزو ووژل شول.»
د ملي امنیت پخواني رٸیس رحمت الله نبیل دغه برید «تر ټولو زړه بوږنونکی» تاوتريخوالى بللی دی. هغه پر اېکس لیکلي: «دا خورا زړه بوږنونکى تاوتریخوالی دی چې یوازې د سوله يیز او مدني ژوند کولو لپاره د هڅه کولو په جرم د بې ګناه خلکو ژوند اخلي.»
د آزادۍ جبهې هم په یوه خبرپاڼه کې دغه برید د بشریت ضد جنایت بللی دی. دغې جبهې ادعا کړې ده: «دا وحشیانه وژنه په داسې حال کې شوې چې ټول محلي خلک بې وسلې دي او په غور، دایکندي او سيمه کې یوازیني وسله وال ا.ا. ملېشې دي.»
د سولې او عدالت ملي غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې په غور کې پر ملکي وګړو برید د «بشریت ضد جنایت» بللی دی.
هېوادوالو هم په ټولنیزو رسنیو دغه برید په پراخه نوګه غندلی او ویلي يې دي چې دا ډول پېښو عاملین په جدي توګه نه تعقيبېږي.
یو شمیر هېوادوالو په ټولنیزو رسنیو کې دا برید د هزاره ګانو «نسل وژنه» بللې ده.
داع-ش خراسان څانګې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
که څه هم ا.ا. چارواکو په وار وار ادعا کړې چې داع-ش په افغانستان کې ځپل شوی دی. خو د دغې ډلې بریدونه چې له امله يې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، دوام لري
.منبع
لومړی نظر وکړئ on " په غور کې پر ملکي وګړو برید په سختو ټکو وغندل شو"