په قطر کې د دوحې دوه‌ویشتمه غونډه جوړه شوه

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوحې دوه‌ویشتمه غونډه د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو د استازو، ډیپلوماټانو او لوړ پوړو چارواکو په ګډون پیل شوه.

د هېوادونو یو شمېر چارواکو په خپلو ویناوو کې د افغانستان یادونه وکړه او ټینګار وشو، چې له دې هېواد سره باید د سوله‌ییزې حل لارې  او د ثبات پر لور له حرکته ملاتړ وشي.

د قطر غونډې لوی هدف د نړۍ د پرمختګونو او بحرانونو په ځانګړي توګه په منځني ختیځ کې د جګړې په اړه خبرې کول دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر امریکا پر دوه مخي چلند تورنه کړه او له افغانستان څخه یې د دې هېواد وتل د شرم وړ وبلل.

سرګي لاروف ویلي: مونږ هیڅکله په کابل کې خپل سفارت ندی پریښی. په کابل کې زمونږ سفارت د امریکايي اشغال او د هغوی د شرموونکي وتلو پر مهال خلاص ساتل شوی و. ا.ا. د یوې ډلې په توګه د ملګرو ملتونو د ترهګرو په ډله کې ندي؛ خو مشران یې په انفرادي ډول په دې نوملړ کې دي.

له بلې خوا د ناروې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د داخلي کړکېچونو په ګډون د ډېرو شخړو حل د خلکو او توکمونو په خبرو کې راځي او ناروې هم د افغانستان د ستونزو د اواري لپاره هڅې کړې دي.

سپین بارټ ایډ ویلي؛ ناروې د خبرو اترو د منځګړیتوب او اسانتیاوو رامنځته کولو اوږد تاریخ لري. مونږ باور لرو، چې د کار سرته رسولو او بحرانونو حل کولو لپاره تاسې اړتیا لرئ له خلکو سره خبرې وکړئ. هرڅوک، چې په کې ښکېل دي؛ حتا هغه څوک، چې تاسې ورسره موافق یاست او په ډېري شیانو کې موافق یاست. د داسې ډلو سره خبرې کول به ستاسې کار اسانه کړي. مونږ له دې مخکې د منځني ختیځ، وینزویلا او افغانستان په اړه د خبرو اترو زمینه برابره کړې ده.

له دې مخکې د بهرنیو موسسو یو شمېر چارواکو او استازیو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې او د افغانستان له خلکو سره یې پر ملاتړ ټینګار وکړ.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په قطر کې د دوحې دوه‌ویشتمه غونډه جوړه شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*