د کندهار په میروېس حوزوي روغتون کې پنځه نوې څانګې فعاله شوې دي

Photo: J Lu

د کندهار په میروېس حوزوي روغتون کې د اکسیجن یو تولیدي پلانټ جوړولو چارو د پیل ترڅنګ دغه روغتون کې پنځه نوې څانګې پرانیستل شوې دي.

د مسوولینو په خبره، دغه روغتون کې تېره میاشت د یوولسو ولایتونو د ۴۱ زره ناروغانو درملنه شوې ده.

د کندهار میروېس حوزوي روغتون امر، منور احمد منور و ویل: «دا د زون په کچه روغتون دی، دلته د زون تر څنګ د نورو ولایتونو ناروغان هم د درملنې په موخه راځي. موږ په تېره یوه میاشت کې د ۴۱ زره ناروغانو درملنه کړې، چې په دې کې له دوه زره زیات کوچني او لوی جراحي عملیاتونه هم شامل دي. زموږ خدمتونه تر پخوا زیات شوي دي.»

د میروېس روغتون سرطبيب، عبدالقيوم ايوبي و ویل: «د لبروسکوپي، انډوسکوپي، الټراسونډ څانګې مو فعالې کړي، د درملو ستونزه مو حل کړې او د اکسجن پلانټ جوړولو کار روان دی.»

دا مهال د میروېس حوزوي روغتون په یوولس څانګو او ۳۴ برخو کې ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کیږي.

په همدې حال ځینې ناروغان وايي، د پخوا پرتله دغه روغتون کې روغتیايي اسانتیاوې زیاتې شوې دي.

د کندهار اوسېدونکي، رحمت الله رحمتي و ویل: «دلته خدمتونه تر پخوا ښه شوي، زما دوه ماشومان ناروغ او بستر دي، دوی ته ښه رسېدنه کیږي، خوښ یم.»

د روزګان اوسېدونکي، عبدالقدير و ویل: «له روزګانه مې ناروغ پلار را وستلی، چې د زړه ناروغي لري. له درملنې یې خوښ یم او ټول روغنیاپالان ورسره ښه کوي. زه دلته وینم، چې ځينې روغتیايي څانګې هم زیاتې شوې دي.»
 
د کندهار د میروېس حوزوي روغتون مسوولین دغه راز زیاتوي چې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې هڅې یې چټکې کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کندهار په میروېس حوزوي روغتون کې پنځه نوې څانګې فعاله شوې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*