
په مې میاشت کې افغانستان کې د ساري ناروغیو زیاتوالی او اندېښنې
د روغتیا نړۍوال سازمان د می میاشتې په لړ کې د ځینو ساري ناروغیو د زیاتوالي راپور خپور کړی چې پکې د کووېډ۱۹، کانګو، ملاریا، ډینګي تبې او سخت نس ناستې یادونه شوې ده.
د راپور له مخې، په می میاشت کې ۵۸۶ کسان د کرونا ویروس، ۲۰۰ کسان د کانګو ناروغۍ پر ناروغۍ اخته شوي او ۱۶ کسان د کانګو ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
په همدې ډول، ۵۱۳۶ تنه پر ملاریا، ۲۱۶ تنه پر دنګه تب، ۱۵۷۵۹ تنه په حاد اسهالاتو، ۱۴۶۶۰ تنه پر شري او ۹۲۸۶۶ تنه په سینهبغل اخته شوي دي. له اسهالاتو ۶ تنه، له شري ۹۳ تنه او له سینهبغل ۱۹۵ تنه مړه شوي دي.
ډاکټران وايي چې د نورو لاملونو تر څنګ، د روغتیايي مرکزونو تړل او د مرستو د کموالي هغه علتونه دي، چې له امله یې دا ناروغۍ زیاتې شوې دي.
ډاکټر، اکرام الدین نظامي په دې اړه داسې وايی: «د دغو مرستو له بندېدو سره، خلک په ډېرو لرو پرتو ولسوالیو کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او دغې ستونزې په مستقیم ډول پر خلکو اغېز کړی او لا به یې وکړي.»
یو بل ډاکټر، احمد شکیب ظهیر بیا په دغه برخه کې داسې وايي: «نور نړۍوال بنسټونه کولی شي زموږ د ټولنې د اقتصادي او همداراز ټولنیز وضعیت د پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړي او همدارنګه، هغوی کولی شي چې د نړۍوالې ټولنې له خوا ورکړل شوې مرستې د هېواد بېلابېلو سیمو ته ورسوي.»
د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې مخکې هم ویلي وو چې د دوی تر ملاتړ لاندې یو شمېر روغتیایي مرکزونه په روان کال کې تړل شوي خو په تازه راپور کې یې څرګنده کړې چې لا هم د دوی په ملاتړ په ۲۰ ولایتونو کې ۱۳۱ اصلي مرکزونه فعال دي.
لومړی نظر وکړئ on "په مې میاشت کې افغانستان کې د ساري ناروغیو زیاتوالی او اندېښنې"