په ولایتونو کې د برېښنايي تذکرو په اخیستو کې اوس هم ستونزې شته

Loading

یو شمېر هغه کسان چې، له نورو ولایتونو کابل ته د برېښنايي تذکرو د اخیستو لپاره راغلي، په خپلو ولایتونو کې د برېښنايي تذکرو د وېشنې مرکزونو د جوړېدو غوښتنه لري.

دوی وايي، په خپلو ولایتونو کې د برېښنايي تذکرو د وېشنې مرکزونو نشتوالي سخت سرګردانه کړي دي.

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې مسوولین بیا وايي، په څو ولایتونو کې د آسان خدمت د مرکزونو د جوړولو لپاره هڅې روانې دي.

د تذکرې غوښتونکی، بشیر احمد وايي: «زه له اسلامي امارته غواړم چې د اسان خدمت په څېر دفتر په پکتیا کې هم جوړ کړي، خلکو ته اسانتیاوې جوړې شي.»
د تذکرې یو بل غوښتونکی، اغا جان هم وايي: «په مزار شریف کې دفترونه ډېر کم دي، خلکو له ګڼو ستونزو سره مخ دي، له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې دغه اسان خدمت په نورو ولایتونو کې په ځانګړې توګه په مزار شریف کې هم پراخه کړي څو خلک وکړای شي په اسانۍ تذکرې ترلاسه کړي.»

له دې سره هممهاله، د احصایي او معلوماتو ملي اداره وایي چې په خوست او کندهار ولایتونو کې یې د خلکو د ستونزو د حل په موخه د آسان خدمت مرکزونه فعال کړي او په نږدې راتلونکي کې به په هرات، بلخ، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې هم دغه مرکزونه فعال کړي.

د احصایې او مالوماتو د ملي ادارې ویاند، محمد حلیم رافع په دې اړه و ویل: «اسان خدمت لوی مسوولیت پر غاړه لري، موږ اوس ۶ فعال مرکزونه لرو چې څلور یې په کابل او ۲ یې په نورو ولایتونو کې دي چې یو یې په کندهار او بل یې خوست کې دی. په کابل کې دوه نور مرکزونه هم په پام کې لرو او په زونونو کې لکه ننګرهار، هلمند، هرات او بلخ  کې چې نوي مرکزونه فعال کړو.»

د احصایې او معلوماتو د ملي مسوولان وايي، دوی په پام کې لري څو په غزني، فاریاب، کندز او فراه ولایتونو کې هم د آسان خدمت مرکزونه فعال کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په ولایتونو کې د برېښنايي تذکرو په اخیستو کې اوس هم ستونزې شته"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*