
په څلورو ولایتونو کې د ۹ ښارګوټو امارتي تثبیتېدل
په څلورو ولایتونو کې اختصاصي محکمو د ځانګړو پریکړو لمخې شاوخوا نهه ښارګوټي حکومتي اعلان کړي دي.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمیسیون وايي، چې د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۹ ښارګوټي، چې له ۵۰ زره جریبه ډېره ځمکه لري، د ځانګړو شرعي محاکمو په پرېکړه د امارت ملکیت اعلان شوي دي.
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ویاند وایي چې دا پرېکړې ددقیقو، بېطرفه او د معتبر اسنادو او مدارکو پر بنسټ شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت ویاند، برکتالله رسولي په دې اړه داسې وايي: « یادو محکمو د دوسیو له دقیقې او بېطرفه ارزونې، د شته اسنادو او مدارکو له کتنې او د اړوندو ادارو له باوري معلوماتو ترلاسه کولو وروسته پرېکړه کړې چې د دغو ښارګوټو ټولې ځمکې د امارت ملکیت دي».
د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمیسیون هم ډاډ ورکوي چې د دې کمیسیون موخه د امارت د غصب شویو ځمکو بېرته ترلاسه کول دي.
په همدې حال کې بیا د کابل اوسېدونکي وايي:
د کابل اوسېدونکي، عزت په دې اړه وویل: «هغه ځمکې چې غصب شوې وې، اوس یې اسلامي امارت بېرته اخلي، دا ډېر ښه اقدام دی.»
پرویز، د کابل یو بل اوسېدونکی، همدا راز وايي: «زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې هغه ښارګوټي چې زورواکو نیولي، بېرته ترلاسه کړي او سوداګرو ته یې وسپاري.»
تر دې وړاندې بیا یاد کمېسیون ویلي وو، چې د کابل ښار د لسمي ناحيې په آریا ښارګوټي کې د لومړي او دوهم پړاو له ۱۸ جریبه زیاته ځمکه امارتي اعلان شوې ده.
لومړی نظر وکړئ on "په څلورو ولایتونو کې د ۹ ښارګوټو امارتي تثبیتېدل"