کندوز کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

💬0

کندوز کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

کندوز کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همغږۍ د یوه شخصي شرکت له لوري د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.

د دغه نندارتون په ۴۰ غرفو کې د ښځو لاسي صنایع، کرنیز محصولات او نور کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

د نندارتون جوړوونکي مصطفی ستانکزي و ویل: «د دغه نندارتون موخه هېوادوالو ته د کورنیو تولیداتو ورپېژندل دي، څو سوداګرو او خصوصي سکټور ته د بازارموندنې زمینه برابره شي.»

په ورته مهال، پلورونکي او صنعتکاران د دې نندارتون د جوړېدو هرکلی کوي او دا د خپلو تولیداتو د بازارموندنې او پلور لپاره ښه فرصت بولي.

په کندوز کې صنعتکار غلام‌سخي تقوا و ویل: «خلکو وهڅولو او ډېر نوي پېرودونکي مو پیدا کړل. دا زموږ د تولیداتو د ودې لپاره ډېر ښه فرصت دی او غواړو چې هر کال دغسې نندارتونونه جوړ شي.»

پلورونکي خالد و ویل: «ډېر خوښ یو او غواړو چې هر کال دغسې نندارتونونه جوړ شي، څو ګټه ترې واخلو.»

د نندارتون ځینې نور ګډونوال له هېوادوالو غواړي چې د بهرنیو توکو پر ځای د افغانستان له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي او د هېواد د صنعتکارانو ملاتړ وکړي.

د نندارتون ګډونوال زیارت‌ګل و ویل: «له هېوادوالو غواړو چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او ویې کاروي، څو هېواد مو وده وکړي.»

د نندارتون مسوولین او ګډونوال ټینګار کوي چې د دې ډول نندارتونونو جوړول کولای شي د لاسي صنایعو د ودې او په کندوز کې د صنعتکارانو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لامل شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کندوز کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*