په کابل کې د داع-ش د برید په اړه پنټاګون: د داع-ش خراسان څانګه یو ګواښ دی

پنټاګون په کابل کې د ځانمرګي برید په غبرګون کې ویلي، چې د داع-ش خراسان څانګه اوس هم یو ګواښ دی.

د پنټاګون ویاند جنرال رایډر افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې واشنګټن به د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي.

داع-ش د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ا.ا.د فرمانونو او حکمونو د تعقیب ریاست کارکوونکو د خونړي ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست.
داع-ش ادعا کړې چې په دغه برید کې یې تر ۴۵ ډېر کسان وژلي او ټپیان کړي دي.
د ا.ا.د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

داع-ش ویلي چې ځانمرګی بریدګر د کارکونکو لپاره په تمه و، چې له اصلي دروازې څخه ووځي او دی خپل ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړي.
د پنټاګون ویاند د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «داع-ش یو ګواښ پاتې دی، که هغه د داع-ش خراسان څانګه وي یا د هغې نورې څانګې.»

هغه زیاته کړه چې متحده ایالات به له خپلو ملګرو او شریکانو سره په ګډه د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي.

تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي و، که د داع-ش خراسان له خوا “نږدې ګواښ” احساس کړي، امریکا به پرې برید وکړي.

جنرال رایډر وویل، «که چېرې پر داع-ش فشار نه وي، نو بیرته به وده وکړي.»
هغه په سوریه او عراق کې د داع-ش د ګواښونو په ځواب کې وویل چې دغه ډله هغومره پیاوړې نه ده څومره چې یوه لسیزه مخکې وه. خو هغه وویل چې د داع-ش ګواښ باید جدي ونیول شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په کابل کې د داع-ش د برید په اړه پنټاګون: د داع-ش خراسان څانګه یو ګواښ دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*