
کابل کې د طبي نندارتون پای؛ بهرني ګډونوال د افغانانو تود هرکلی ستایي
د کابل په د درې ورځني طبي نندارتون کې بهرني ګډونوال د خوښۍ په څرګندولو سره وایي، د افغانانو له لوري یې تود هرکلی وشو.
لامي توان چې د ایران د درملو د یوې تولیدي کارخونې په استازولۍ د کابل په دغه نندارتون کې ګډون کړی او خپل درمل یې نندارې ته وړاندې کړي، وایي، د افغانانو له لوري یې هرکلی د تمې خلاف و.
هغې په دې اړه طلوعنیوز ته و ویل: «خلکو ډېره لېوالتیا وښودله، په ځانګړې توګه سوداګرو، ډاکټرانو او درمل جوړوونکو په پراخه توګه ګډون وکړ.»
دغه نندارتون کې هندي ګډونوال، راجیش سینګ و ویل: «نندارتون ډېر ښه و. موږ په لومړي ځل ګډون وکړ. دلته مو له خلکو ښه همکاري ولیده او دغه راز مو ولیدل چې ځایي شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.»
د نندارتون ګډونوال، ذکرالله و ویل: «په رښتیا هم نندارتون ډېر ګټور وي په ځانګړې توګه د شرکتونو لپاره، څو خلکو ته د خپلو تولیداتو او محصولاتو په اړه مالومات ورکړي.»
له بلې خوا، د نندارتون لیدونکي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په طبي برخه کې کار او زدهکړې کوي، د دغه ډول نورو نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
د نندارتون لیدونکې، تلوسه وایي: «هندي او ځینو نورو شرکتونو خپل توکي نندارې ته وړاندې کړل او ښه به وي که په راتلونکي کې هم دغه راز نندارتونونه جوړ شي او زموږ مسوولین ترې ګټه واخلي.»
دا په کابل کې دیارلسم ملي او نړۍوال طبي نندارتون و، چې په څه باندې درې سوه غرفو کې طبي تولیدات پکې نندارې ته ایښودل شوي وو. په دغه نندارتون کې د افغانستان، ایران هند او اوزبیکستان شرکتونو خپل محصولات نندارې ته اېښي وو.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د طبي نندارتون پای؛ بهرني ګډونوال د افغانانو تود هرکلی ستایي"