په کابل کې ځايي سرچینو پامیر سېنما ته څېرمه د چاودنې خبر ورکړی

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نن چهارشنبه د ماسپښین دوه نیمې بجې د کابل پامیر سېنما ته څېرمه چاودنه شوې ده، چې مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.

سرچینې ویلي، چې په پېښه کې یې شپږ کسان په وینو لړلي لیدلي دي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي انځورونه ښيي، چې چاودنه یو ځای پر ځای شوي ماین کړې او دا سیمه پر لاسي کراچیو د پلورونکو ځای دی.

ځینو سرچینو ویلي، چې چاودنه د مقناطیسي ماین له امله شوې ده.

وسله والو ا.ا. په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم تر اوسه کوم کس يا ډلې د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

سرچینه زیاتوي، چې دغه پېښه د تذکرو د ادارې مخې ته شوې ده.پامیر

مرتبط موضوعات

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې د کندوز ولایت پر مقام برید کې یې څلور ا.ا. وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغې جبهې په اېکس پاڼه د دغه برید اړوند د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، چې تېرماښام د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) یې د کندوز ولایت مقام په دروازه کې عملیات ترسره کړي، چې د دغو عملیاتو په لړ کې یې څلور ا.ا. وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
له بل پلوه په کندوز ولایت کې سیمه‌ییزو سرچینو ویلي و، چې دغه پېښه تېر ماښام مهال شاوخوا ۷ بجې رامنځته شوې وه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې چاودنې وروسته ا.ا. د امنيې قوماندانۍ او ولایت ته غځېدلې لارې چې يو بل ته نږدې دي، تړلې دي.
لاتراوسه ا.ا. په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د افغانستان د ازادۍ په نامه جبهه د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د ترسره شویو بریدونو خبرونه او ویډیوګانې خپروي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په کابل کې ځايي سرچینو پامیر سېنما ته څېرمه د چاودنې خبر ورکړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*