په کندز کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ناروغۍ زیاتوالی

1
1

Loading

د روان هجري- لمریز کال له پیله تر دې دمه پر خوارځواکۍ اخته څه باندې پنځه سوه ماشومان د کندز په حوزوي روغتون کې بستر شوي او له دې ډلې ۱۲ تنه يې مړه شوي دي.

ډاکټران وایي، په دغه ولایت کې یاده ناروغي د تېر کال د لومړیو پنځو میاشتو پرتله ۲۰ سلنه زیاته شوې ده.

د کندوز حوزوي روغتون کې د خوارځواکۍ متخصص، صدیق الله زارع و ویل: «له وري میاشتې راهیسې موږ ۵۳۰ ناروغان بستر کړي چې د تېر کال د پنځو میاشتو پرتله پکې ۱۵ تر ۲۰ سلنې زیاتوالی راغلی او واقعات یې له لسو تر دولسو دي.»

ډاکټران بې وزلي، د زېږون تر منځ د واټن په پام کې نه نیول او همداراز ماشومانو ته پر وخت د واکسینونو نه کول، د دې ناروغۍ اصلي لاملونه بولي.

 کندز کې ډاکټر، سید شکیب حلیم و ویل: «یو له مهمو لاملونو یې د مېندوارۍ پر مهال دی، چې مېندې د حمل پر وخت په سمه توګه خواړه نه خوري. تشویش یې هم زیات وي. دویم پړاو یې له زیږون وروسته نیمګړې تغذیه ده. بې وزلي هم ده.»

ناروغ لرونکې، صدیقه بیا وايي: «زموږ اقتصادي وضعیت ډېر کمزوری دی. خوشاله یم چې دې روغتون ته راغلې یم. ځکه ماشومانو ته شېدې ورکوي او موږ سره د خوارځواکۍ کارت ته هم شته.»

یوه بله ناروغ لرونکې، فاطمه وايي: «زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. له همدې امله زموږ ماشومان په دغه ناروغۍ اخته کیږي. ستونزې مو ډېرې زیاتې دي.»

ډاکټران وایي، خوارځواکي په اوږدمهال کې د مرګونو ناروغیو تر څنګ؛ د چاغوالي، زړه او شکر ناروغیو سبب هم کېدای شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په کندز کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ناروغۍ زیاتوالی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*