
په یونیسکو کې د هرات د میناتورۍ د ثبت د فرهنګیانو له لوري ستایل شوی
ملینا کاکړ د استاد کمالالدین بهزاد د میناتورۍ د هنر لاروۍ ده.
شپږ کاله کېږي چې نوموړې دغه هنر ته یې مخه کړې او اوس یې د دې هنر له ټولو پټو او ښکاره اړخونو سره ښه بلده شوې ده.
دا ځوانه هنرمنده وايي چې د هرات د هنري مکتب د بنسټګرو له ډلې په یونسکو کې د افغانستان د کلتوري میراث په توګه د استاد کمالالدین بهزاد د میناتورۍ هنر ثبتېدل د هېواد لپاره یو ستره تاریخي لاسته راوړنه ده.
هنرمنده، ملینا کاکړ وايي: « زما او د هنرمندانو، په ځانګړي ډول د میناتورۍ د سبک د هنرمندانو، هیله دا وه چې د خپلې کلتوري وراثت حق تر لاسه کړو. په دې برخه کې ډېرې هڅې وشوې او بالاخره یې نتیجه ورکړه، او د میناتورۍ هنر د افغانستان د میراث په توګه په یونسکو کې ثبت شو.»
فرهنګپال، ولي شاه بهره هم وايي: « د هنرمندانو، څېړونکو او مسوولو بنسټونو په همکارۍ باور لرم چې د هرات له هنرونو سره تړلې برخې به لا ډېرې وده ومومي او ډېر ژر به د دې هنرونو د بیا ژوندي کېدو شاهدان واوسو. دا به زموږ د ځلیدونکي تاریخ یوه برخه شي.»
د استاد کمالالدین بهزاد د میناتورۍ هنر پرون د هند په نوي ډیلي کې د یونسکو د ناملموس کلتوري میراث د ساتنې په پار د دولتونو د ګډې کاري ډلې په شلمه غونډه کې په رسمي توګه د افغانستان په نوم په ثبت شوی دی.
ډېری هنرمندان او فرهنګپال وايي چې د نړۍ د ګډ میراث په نوملړ کې د دغه هنر ثبتېدل به په افغانستان کې د میناتورۍ هنر د ودې لامل شي.
هنرمنده، سینا سما هم وايي:« دا لاسته راوړنه موږ ته مثبت انګېزه راکوي او لامل ګرځي چې خپلو هنري کارونو ته لا ډېر ارزښت ورکړو. دا هنر ځانګړی مقام وموند او د افغانستان په نوم په نړۍ کې ثبت شو.»
د هنر زده کوونکې، فرسیلا حبیبي بیا و ویل: « دا کار زموږ لپاره زموږ په هنري لاره کې لا ډېره انګېزه رامنځته کوي او کولای شو دا هنر لا پسې وده او پراختیا ورکړو.»
د استاد کمالالدین بهزاد قبر دلته د هرات ښار په شمال کې دی.
هغه چې په نهمې او لسمې هجري لمریزې پېړۍ کې په هرات کې ژوند کاوه، د تاریخ تر ټولو نوموتي میناتور او د هرات د هنري مکتب تر ټولو وتلی استازی و.
بهزاد د طرحو په ترکیب، د رنګونو په هنرمندانه کارونه، او د تصویري روایت په حیرانوونکې وړتیا سره د هرات د مینیاتورۍ هنر خورا وځلاوه.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمر، حمیدالله غیاثي په دې اړه وايي: «یونسکو په خپل وضاحت کې ټینګار کړی چې د میناتورۍ هنر په افغانستان کې د ښوونیزو مرکزونو، کارګاهونو او کلتوري بنسټونو کې لا هم ژوندی دی. د بهزاد میناتورۍ نړیوال ثبت د افغانستان لپاره یوه مهمه بریا ده.»
په یونسکو کې د افغانستان د کلتوري میراث په توګه د استاد کمالالدین بهزاد د میناتورۍ د هنر ثبتېدل له څو لسیزو راهیسې د هېواد د هنرمندانو او فرهنګپالو لوی ارمان و.
په یونسکو کې د دغه هنر ثبتېدل د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د ګڼو سیاسي او کلتوري شخصیتونو له پراخ هرکلی سره مخ شوي دي.
ښاغلي کرزي دا لاسته راوړنه د ټول افغانستان لپاره یو ستر ویاړ بللی دی.
لومړی نظر وکړئ on "په یونیسکو کې د هرات د میناتورۍ د ثبت د فرهنګیانو له لوري ستایل شوی"