
په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد ټول اټکلي نفوس ۳۶.۴ میلیون اعلان شو
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند، محمد حلیم رافع وايي، د سرشمېرنې یوه طرحه د وزیرانو شورا له لوري تایید شوې او ژر به دغه بهیر پیل شي
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند، محمد حلیم رافع په یوه ویډیويي پیغام کې په ۱۴۰۴ کال کې د ټول هېواد اټکلي نفوس شمېر وړاندې کړی دی.
رافع په دغه ویډيويي کلیپ کې وايي، په ۱۴۰۴ لمریز کال د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ټول هېواد اټکلي نفوس وړاندې کړی چې ۳۶ اعشاریه ۴ میلیونه وګړي دي.
هغه زیاتوي چې د دوی له منځه ۵۱ سلنې یې سړي او ۴۹ سلنې یې ښځې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په دغه کال کې د ټول هېواد په کچه د کوچیانو اټکلي نفوس بیا ۱ اعشاریه ۵ میلیونه دی.
محمد حلیم رافع وايي، د هېواد ګڼ نفوسه ولایت کابل دی چې ۶ اعشاریه یو میلیون وګړي پکې ژوند کوي.
هغه وايي په دغه شمېر کسانو کې ۳ اعشاریه یو میلیون سړي او ۳ اعشاریه صفر یې ښځې دي.
ښاغلی رافع ویلي، په دویم قدم کې هرات د هېواد تر ټولو زیات نفوس لرونکی ولایت دی چې ۲ اعشاریه ۳ میلیونه وګړي پکې ژوند کوي.
هغه زیاته کړه چې څو موده وړاندې د وزیرانو شورا په غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د رسمي سرشمېرنې لپاره یوه طرحه جوړه کړي.
د هغه په وینا دغه طرحه جوړه شوې او د وزیرانو شورا له لوري تایید شوې هم ده چې په نږدې راتلونکي کې به د ټول هېواد په کچه د رسمي سرشمېرنې بهیر پیل شي.
لومړی نظر وکړئ on "په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد ټول اټکلي نفوس ۳۶.۴ میلیون اعلان شو"