په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسینو سږنی وروستی کمپاین پیل شو

په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسینو سږنی وروستی کمپاین پیل شو

نن سهار دوشنبې، په پلازمېنه او نورو پنځلس ولایتونو کې د پولیو ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره یو ځل بیا کمپاین پیل شو.
هغه کمپاین چې د مسوولانو او خلکو دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري څو په هېواد کې ګوزڼ له منځه لاړ شي.

محمد یحیی، واکسیناتور وايي: « د پولیو د واکسین کمپاین لومړۍ ورځ وه، ګڼ ماشومان واکسین شول او خلک له موږ سره همکاري کوي.»
 
واکسیناتوره، هدیه هم وايي: «تر اوسه د خلکو همکاري له موږ سره ډېره ښه وه او زموږ همکاران په دې سړه هوا کې منتظر دي چې ماشومان د واکسین لپاره راوستل شي؛ موږ له خلکو غواړو چې د خپلو ماشومانو د واکسین لپاره لا زیاته همکاري وکړي.»

د کابل اوسېدونکي له پولیو د پاک افغانستان لپاره د عامې روغتیا وزارت پر دغو اقداماتو خوښي ښيي او د دا ډول کمپاینونو د پراختیا غوښتنه کوي.
 
د کابل اوسېدونکې، جمیله وايي: « موږ له واکسین کوونکو خوښ یو او غواړو چې زموږ ماشومان تل واکسین شي، څو له فلج کېدو خوندي پاتې شي.»

دا کمپاین په ۲۰۲۵ میلادي زېږدیزکال د ګوزڼ د له منځه وړلو وروستی پړاو دی؛ ټاکل شوې چې په څلورو ورځو کې په شپاړس ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت د شریکانو او د واکسیناتورانو د ډلو په همکارۍ نږدې ۷.۲ میلیونه له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته واکسین تطبیق شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل په دې اړه وايي:« د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د مخنیوي تدابیرو د پلي کولو له لارې له ساري ناروغیو مخنیوی وکړي. پولیو هم له هغو ساري ناروغیو ده چې په سیمه کې شته، او وزارت عامه روغتیا هڅه کوي چې د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو تر څنګ، د مخنیوي تدابیرو په پلي کولو سره د دې او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي.»

 ډاکټران د واکسین د تطبیق د ځایونو پر پراختیا سربېره، د عامه پوهاوي پر زیاتوالي هم ټينګار کوي.

ډاکټر، مدد خان دانشور په دې اړه وايي: « کور پر کور کمپاین باید ترسره شي، څو د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي د واکسین په اړه ناسم باورونه له منځه ولاړ شي او کورنۍ چمتو شي چې خپل ماشومان واکسین کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې عامې روغتیا وزارت په روان زېږدیز کال کې له دغه کمپاین پرته ۹ نور د پولیو واکسیناسیون کمپاینونه ترسره کړي وو او د دغه وزارت د وزیر د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو ۹پېښې ثبت شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسینو سږنی وروستی کمپاین پیل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*