پولیو؛ د مرستو کمېدل او د واکسینو په تطبیق کې ستونزې

پولیو؛ د مرستو کمېدل او د واکسینو په تطبیق کې ستونزې

د ماشومانو د پولیو ناروغۍ نړۍوالې ورځې سره سم لا هم په افغانستان او پاکستان کې دغه ناروغي له منځه نه ده تللې.

د اکټوبر پر ۲۴مه د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې افغانستان او پاکستان لا هم هغه هېوادونه دي چې دا ناروغي پکې شته. 

له دې ورځې سره هممهاله، د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په ګډون د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونو د پیغامونو په خپرولو سره د افغان ماشومانو د ملاتړ او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د مبارزې پر دوام ټینګار کړی دی.

 ډاکټر، سید عبدالله احمدي په دې اړه و ویل: « په دې وروستیو کې د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري د مرستو بندېدل او ځینې نور کورنۍ او بهرنۍ ستونزې د دې لامل شوې دي چې د افغانستان د روغتیا سکټور ندي کړای شوي چې د پولیو په بشپړه توګه له منځه یوسي.»

دغه راز، یو شمېر ډاکټران د روغتیا له نړیوال سازمانه غواړي چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره خپلې همکارۍ زیاتې کړي. 

یو بل ډاکټر، سید فرید شاه رفعي هم وايي: «ډېری ستونزې دي چې یوه ستونزه یې همدا اقتصادي ده. خپله هېوادونه او حکومتونه نشي کولای چې واکسین جوړ کړي او خپله یې پلي کړي. نو دا نړۍوالې ټولنې ته پکار ده چې مرستې زیاتې کړي او د پولیو له منځه وړلو برخه کې مرسته وکړي.»

بلخوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي له عامې روغتیا وزارته غواړي چې د دې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره په لېرې پرتو سیمو کې نور کمپاینونه هم پیل کړي.   

 د کابل اوسېدونکی، محمد ذبیح بیا وايي: « له دولته مو دا غوښتنه ده چې هڅه وکړي داسې سیار روغتیايي ټیمونه جوړ کړي چې خلکو پسې تر کوره ولاړ شي او واکسین یې وکړي.»

 د کابل یو بل اوسېدونکی، بصیر هم وايي: «هرڅوک د خپلو ماشومانو د ښې ساتنې مسوولیت لري او واکسین باید وکړي. څو د دغې ناروغۍ ښیرې کوي.» 

دا په داسې حال کې ده، په دې وروستیو کې چې د ختیځې مدیترانې په حوزه کې د روغتیا نړیوال سازمان سیمه‌ییزې مشرې حنان بلخي خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۲۶ کال پورې به د پولیو د له منځه وړلو نړیوال پروګرام بودجه ۴۰ سلنه کمه شي؛ هغه مسأله چې کولای شي د دې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه له جدي ننګونو سره مخ کړي. 

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پولیو؛ د مرستو کمېدل او د واکسینو په تطبیق کې ستونزې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*