ځايي سرچينې: د ډیورنډ په کرښه د نښتې له امله د غلام خان دروازه د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده

Loading

ځايي سرچينې: د ډیورنډ په کرښه د نښتې له امله د غلام خان دروازه د تګ راتګ لپاره تړل شوې دهله سیمې څخه ځايي خبریالان وايي، دغه نښته د ا.ا. او پاکستاني پوځیانو تر منځ هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني سرتېرو د یو موټر چلوونکي سره ناوړه چلن وکړ او وروسته له لفظي شخړې خبره تر ټوپکو او وسلو ورسېده.

سیمه‌ییز خبریالان وايي، په دغې نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی چې په پایله کې یې یو موټر چلوونکی وژل شوی دی.ډیورنډ
افغان ا.ا. دغو خبریالانو ته ویلي، چې لومړی د پاکستاني ځواکونو له‌خوا پر هغوی ډزې شوې چې بیا جګړه درېدلې وه؛ خو د شپې پر مهال یو ځلې بیا د دواړو خواوو تر منځ پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل شوې، چې د شپې تر ناوخته یې دوام لاره.
دغه خبریالان وايي، له سیمې ګڼې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې او بېړنیو مرستو ته په تمه دي.
ا.ا. سرچېنو سیمه‌ییزو رسنیو ته منلې، چې د کرښې په اوږدو کې د غلام خان په دروازه نښته شوې؛ خو د اوښتو زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.
بله غاړه د پاکستان د پوځ له‌خوا هم تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي؛ خو د پوځ له‌خوا د خواله رسنیو چلوونکو د دغې نښتې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې؛ خو زیات جزییات یې نه دي په ډاګه کړي.
په سیمه کې خبریالان وايي، چې دا مهال جګړه درېدلې؛ خو دواړو خواوو ته ځواکونه لا هم ماشه په لاس ولاړ دي او د دې وېره شته، چې دغه جګړه د ورځې په اوږدو کې بیا توده شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ځايي سرچينې: د ډیورنډ په کرښه د نښتې له امله د غلام خان دروازه د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*