‘ځینې اروپايي هېوادونه افغانستان کې د خپلو سفارتونو پر پرانیستلو غور کوي’

یو شمېر غربي ډیپلوماټانو ویلي، ځينې اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د خپلو سفارتونو پر پرانیستلو غور کوي.

یوه اروپايي دیپلومات ویلي، د بروکسل چارواکو چې د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر دی، په تدریجي ډول په افغانستان کې د دیپلوماتیکو ماموریتونو د بیا پیلولو اړتیا درک کړې ده.

‘بلومبرګ’ امریکايي رسنۍ د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې اوس مهال یوازې د اروپايي ټولنې ټولیز استازي په افغانستان کې دی، په داسې حال کې چې د ا.ا. له واکمنۍ وروسته اروپايي هېوادونو په انفرادي ډول خپل سفارتونه تړلي دي.

خو په افغانستان کې د خپلو هېوادونو له ځانګړو بېرغونو پرته په افغانستان کې د ځینو لوېدیځو اروپايي هېوادونو د ډیپلوماټانو د حضور په تړاو راپورونه ور کول شوي.

د ۲۰۲۱ کال له اوړي راهیسې چې ا.ا. په کابل کې دي او امریکا او اروپايي متحدین یې له دغه هیواده وتلي، له ا.ا. سره د نړیوالې ټولنې تعامل یا د هغوی منزوي کول، اصلي اندېښنې وې، خو اوس پر افغانستان د ا.ا. د واکمنۍ له درېوو کلونو تېرېدو سره داسې ښکاري چې لویدیځوال نه غواړي په افغانستان کې د خپل فزیکي حضور له پلوه د دغه هېواد له ګاونډیانو او همدارنګه له چین او روسیې څخه شاته پاتې شي.

اروپايي ټولنه چې د ۲۷ غړو هېوادونو استازیتوب کوي، په کابل کې یو دفتر لري، په همدې کابل کې د قطر سفارت د امریکا د متحدو ایالتونو د ګټو ساتنه کوي او د جي ۷ هېوادونو له ډلې یوازې د جاپان سفارت په کابل کې فعال دی

طالبان

که څه هم د اروپايي ټولنې يوه وياند چې د اروپايي اتحاديې د اووه ويشتو هېوادونو استازيتوب کوي، کابل ته د دغې اتحاديې د غړو هېوادونو د احتمالي راستنېدو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو ویې ویل په دې برخه کې پرېکړه پخپله حکومتونو پورې اړه لري.

ورته مهال بلومبرګ امریکايي خبري رسنۍ وايي، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر “انتونیو تاجاني” په دغه ډیپلوماټیک چلند کې رامخکې شوی او ډاګیزه کړې یې ده چې په قطر کې مېشت سفیر یې دا وروستیو کې کابل ته سفر کړی دی.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوېل الباریس هم تېره اونۍ په یوه مرکه کې ویلي، څومره ژر چې امنیتي شرایط برابر شي، موږ به خپل سفیر کابل ته ولېږو.

ښاغلي الباریس زیاته کړې، موږ یوه میاشت مخکې کابل ته د خپل سفیر د لېږلو لپاره چمتو وو، خو له بده مرغه په افغانستان کې د دا عش په یوه برید کې درې اسپانویان ووژل شول او دا بهیر وځنډېد.

د ښاغلي الباریس په خبره، د اسپانیا سفیر له حملې څو ورځې وروسته کابل ته تللی و او زیاته کړې یې ده، موږ د افغانستان لپاره سفیر لرو، که څه هم هغه د امنیتي ستونزو له امله په دوحه کې اوسیږي، خو هر څومره ژر چې فضا مساعده شي، ښايي کابل ته یې ولېږو.

افغانستان کې۶۰۰ بهرنیانو ته د کار وېزې

کابل

یوشمېر دیپلوماتان وايي، کابل ته د نړیوالو الوتنو د شمېر زیاتوالي دغه هېواد ته د لنډمهال یا اوږده مهال سفرونو لپاره ښه فرصت برابر کړی دی.

د ا.ا. د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، کابو ۶۰۰ بهرنیانو ته یې چې ډېری یې په نادولتي موسسو کې کار کوي، د کار ویزې صادرې کړي او د خپلو هېوادونو له خوا دغو کسانو ته د کونسلي خدمتونو وړاندې کول یوه اړتیا ده.

د ښځو د کار او زدکړو برخه کې په افغانستان کې د ا.ا. حکومت لخوا د نرمښت نه ښودو له امله په کورني مخالفت سربېره د سیمې او نړۍ هېوادونه سخت ناخوښي دي.

ګڼو غربي هېوادونو او د ان د ا.ا.د حکومت نږدې پلویانو په ځلونو ویلي، د ا.ا.د سرپرست حکومت د په رسميت پېژندلو په اړه یې کومه پرېکړه نه ده کړې او په دې برخه کې له ا.ا.د شویو غوښتنو او شرایطو د عملي کېدو په تمه دي.

خو ورته مهال ډیری خلک دا ډول تعاملات او چلندونه د رسمي پیژندلو لپاره پیل ګڼي، په ځانګړې ډول چې کله د ځینو لوېدیځو هېوادونو ډیپلوماټان د خپل هېواد له بیرغ پرته په افغانستان کې د خپل حضور /تجربه کوي.

که څه هم فرانسوي، جرمني او بریتانوي چارواکو ویلي، په کابل کې د خپلو ماموریتونو د بیا پرانستلو سملاسي پلان نه لري، خو د هغوی له خولې ویل شوي، هلته یې فزیکي شتون اړین دی.

د بريتانيا د بهرنيو چارو، مشترک المنافعو هېوادونو او پراختيايي چارو دفتر

د بريتانيا د بهرنيو چارو، مشترک المنافعو هېوادونو او پراختيايي چارو دفتر ويلي، د امنيتي او سياسي شرايطو له برابرېدو سره سم به په افغانستان کې د خپل سفارت پر پرانيستلو غور وکړي. څو ورځې وړاندې د بريتانيا د مرستو د څار ادارې يوه غړي وړانديز وکړ، چې هېواد يې بايد په افغانستان کې خپل ډيپلوماتيک حضور بېرته پيل کړي.

هیګ بیلي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، دغه حضور ته په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ او د بریتانیا د مالي مرستو د څارنې لپاره اړتیا ده. ځکه د ده په اند، د ډیپلوماټیکو ماموریتونو نشتوالي په افغانستان کې د نړیوالو نادولتي موسسو کارونه له خنډ سره مخامخ کړي دي.

په جرمني کې چارواکي په عامه توګه پر دې بحث کوي چې څنګه هغه افغان کډوال بېرته ستانه کړي چې جرمونه یې کړي دي. اوس مهال دا ډول کسان نېغ په نېغه افغانستان ته نه شي ستنېدلای ځکه جرمني د ا.ا. له رژیم سره دیپلوماتیکې اړیکې نه لري.

د بلومبرګ د راپور له مخې، د امریکا یوه جګپوړي چارواکي هم ویلي، د ا.ا. حکومت په رسمیت پېژندو او په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستو لپاره کوم پلان نه لري. دغه چارواکي زیاته کړې، امریکا په افغانستان کې د ا.ا. حکومت ته په زغرده ده ویلي، لا هم ځینې اندېښنې شته – په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو سره ناعادلانه چلند په دې لوري د تګ مخه نیسي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "‘ځینې اروپايي هېوادونه افغانستان کې د خپلو سفارتونو پر پرانیستلو غور کوي’"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*