څنګه د خراسان خوارج دډیجیټلي بقا لارښود د هغې د زوال په یوهینداره بدل شوه.
د خراسان ډلې د خپلو پلویانو لپاره د ډیجیټل بقا لارښود د تیارو رڼا وبلله.
خو لکه څنګه چې ستونزې مخ په زیاتیدوشي، یو شی روښانه کېږي… دا لارښوو نه ده. دا یوه هنداره ده. د سقوط یوه هنداره.
په لومړي سر کې، ټولنیزې خصوصي شبکې، پټې خبرې اترې، د کاروونکو بې نومه لاسونه، ټول د تخنیکي مسلې په څیر ښکاریدل. دې ډلې د الهیات په جامه کې ډیجیټل جهاد تبلیغ کاوه.
خو په پنځمه ګڼه کې د دې ډلې دریځ بدل شو. اوس دوی زیات تمرکز پر غدارانو، نفوذي کسانو او څارګرو دی.
دا ډله خپلو پلویانو ته خبرداری ورکوي چې له ټیلیګرام څخه لرې پاتې شي. دوی وايي چې جیم سپیس ککړشویدی او دا د نویو وسایلو له امله نه، بلکې د نوي ویرې له امله دی.
هر خبرداری د یو ژور حقیقت څخه پرده پورته کوي: داعش نور په خپل خوځښت باور نه لري.هماغه وسایل چې دوې د جلبول / استخدام لپاره کارول اوس د دوې لپاره په یوه دام بدل شوي دي.
هغه ډیجیټلي جګړه چې دوې ېې یو وخت ځانونه مالکان ګڼل اوس په نښه کیږي. دوی په عالمانو برید کوي او کتابونه سوځوي. دوی د زده کړې پر ځای د ځان کنټرول تبلیغ کوي.
ددوې د تیارو دا رڼا هیڅوک بریالیتوب ته نه رسوي، بلکې د سقوط ویره څرګندوی. تاسو کولی شئ خپل پیغامونه پټ وساتئ، مګر تاسو نشئ کولی خپل فکري سقوط پټ وساتئ.
کله چې یوه ډله د مرمیو په پرتله له پوښتنو څخه ډیره ویره لري … نو جګړه یې لا دمخه بایللې وي.
امواج پرس
عدم شغل.کار.درافغانستان