چین، عربستان او قزاقستان، افغانستان کې پر سولې او ټيکاو ټينګار کړی

د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۹مې سرمشریزه کې، د چین، سعودي عربستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې پر سولې او ټیکاو ټينګار کړی دی.
 
په دې غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې د افغانستان مسئله د سیمې له سولې او امنیت سره تړلې ده او باید له دغه هېواد سره د ځواب ویونکي حکومت د جوړېدو، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د خلکو د ژوند د ښه کېدو او اقتصادي بیا رغونې په برخو کې مرسته وشي.

 د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یي ویلي:«د افغانستان موضوع د سیمې له سولې او امنیت سره تړلې ده او مهمه ده چې، موږ د ځواب ویونکي حکومت د جوړېدو، په اغېزناکه توګه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د خلکو د ژوند د ښه کېدو، د اقتصادي بیارغونې او د خلکو لپاره د ښه ژوند او راتلونکي د برابرېدو په برخه کې مرسته وکړو.»

پر دې سربېره، د سعودي عربستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم په افغانستان کې د سولې او ټيکاو په تړاو د خپلو ژمنو پر دوام ټینګار کړی دی.

 د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود څرګنده کړې:«موږ په افغانستان کې سولې او ټیکاو ته ژمن یو. افغانستان باید نه د سیمې او نړۍوالې ټولنې مزد ته پرېښنودل شي او یا هم د ترهګرو ښکار شي. د همدې لپاره اړینه ده چې، په افغانستان کې روان بشري او امنیتي وضعیت پای ته ورسېږي، څو د بېلابېلو ډلو او ملېشو لپاره زمینه برابره نه‌شي چې، د اوکراین او روسیې پر لور خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.»

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مورات نورتلیو هم وايي:«زموږ اصلي پروګرام لاهم د یوه باثباته او د وړاندوینې وړ افغانستان پرمختګ دی چې، په دې برخه کې یو د باور وړ سوداګریز شریک وي. د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ سیمه‌ییز مرکز به د افغانستان لپاره یوه غوره لار وي؛ څو د بنسټیز پرمختګ موخې ترلاسه کړي. موږ هیله لرو چې، دا نوښت د بشري حقونو د ملاتړو هېوادونو له پراخ ملاتړ سره مخ شي.»

بلخوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په افغانستان کې د امریکا او د هغې د متحدینو ۲۰ کلن حضور د القاعده او داعش د پراختیا لامل بولي.

 د روسیې د بهرنیو چارو وزیز زیاتوي:«پرافغانستان یرغل او د ایتلاف د شرم وړ ۲۰ کلن حضور هلته د القاعدې د بیا سر راپورته کولو لامل شو، پر عراق د مستقیم یرغل پایله داعش شوه.»

په دې غونډه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره هم وایي چې، هېواد یې د نړۍوالې سولې ساتنې ته ژمن دی. هغې دغه‌راز په افغانستان کې زده‌کړو ته پر لاسرسي، پانګونې او د ښځو پر پياوړتیا ټينګار وکړ.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو لستاري پریانساري مارسودي وايي:«اندونیزیا ژمنه ده چې، له هغو لویو هېوادونو یو وي چې، د ملګرو ملتونو د سولې په ساتلو کې ونډه لري او د نړۍوالې سولې په برخه کې مرسته وکړي او له ترهګرۍ سره په مقابله کې فعال رول ولري. موږ دغه‌راز هڅه کوو، ډاډ ترلاسه کړو، په هغه امنیت کې چې، موږ یې تضمینوو په افغانستان کې د ښځو او نجوو د مساوي زده‌کړو د حق په ګډون د ښځو د سولې او امنیت پروګرام په‌کې شامل وي.»

که څه هم اسلامي امارت تازه د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو د دې غونډې په لومړۍ ورځ یې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې، له افغانستان سره د تعامل په برخه کې خپل ماموریت په سمه توګه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د ملګرو ملتونو ۷۹مه سرمشریزه به د سپټمبر په ۳۰مه پای ته ورسېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "چین، عربستان او قزاقستان، افغانستان کې پر سولې او ټيکاو ټينګار کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*