
چینایي سوداګر له ډبرو سکرو د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي
چینایي پانګوالو د افغانستان برېښنا شرکت له رییس سره کتنه کې له ډبرو سکرو څخه د نږدې ۴۰۰ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
ټاکل شوې چې د ۶۰ میګاواټه برېښنا د تولید دغه پروژه په کابل او ۳۲۰ میګاواټه هم تخار کې پیل شي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند، محمد صادق حق پرست و ویل: «اوس مهال د برېښنا پر ډېرو پروژو کار روان دی چې په جوړېدو سره به یې تر ډېره بریده د برېښنا اړتیا پوره شي او د هېواد صنعت او نور برخې به ورسره وغوړیږي.»
په ورته مهال، د چارو ځینې شنونکي د اقتصادي ودې لپاره له بېلابېلو سرچینو په ګټنې د برېښنا تولید برخه کې پانګونه مهمه ګڼي.
دوی دغه راز هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې زمینې پر برابرولو ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رشتیا و ویل: «د هرې پانګونې پایله د کاري زمینو رامنځته کېدل دي، اوس هم افغانستان د انرژۍ له اړخه تر ټولو تیاره هېواد بلل کیږي او پر بهرنۍ انرژۍ متکي دی چې هر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت بهرنۍ انرژي پېرو.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي، محمد نبي افغان و ویل: «که وګورئ ډېر واردات مو د برېښنا دي، ګاونډیو هېوادونو ته یې ډېرې پیسې ورکوو. ورسره د ځینو لارو بندېدو او سیمه کې د بدلونونو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ یو. موږ باید کورني صنعت ته وده ورکړو.»
تر دې وړاندې برېښنا شرکت د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د ۳۲۳ میګاواټه په ظرفیت سره د برېښنا تولید د یوې پروژې د پیل خبر ورکړی و او ویلي یې و چې تخنیکي مطالعات یې بشپړ شوي او ډېر ژر به د هېواد په درېیو برخو کې پیل شي.
لومړی نظر وکړئ on "چینایي سوداګر له ډبرو سکرو د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي"