ډبلیو ایف پي: تیرو نهو میاشتو کې ۲۶۰ زره اړمنو افغانانو مرستې ترلاسه کړي

Loading

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي چې په تیرو نهو میاشتو کې ۳۷ زره اړمنو کورنیو چې مجموعي شمیر یې له ۲۶۰ زرو کسانو څخه زیات دی د دغه پروګرام د خوړو د اضطراري مرستو له لارې په افغانستان کې مرستې ترلاسه کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې د ورځې ناوخته جولاۍ ۲۹ ( زمري اتم) په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان بشري امانتي صندوق د اسلامي انکشافي بانک له لارې چې د ملک سلیمان د بشري مرستو د مرکز له خوا تمویلیږي د اضطراري مرستو د چمتو کولو له لارې دغه شمیر کسانو سره ۳.۲ میلیونو ډالرو مرسته کړې ده.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې مرسته شویو پیسو باندې د خوړو نړیوال پروګرام توانیدلی چې ارمنو کورنیو ته نږدې څلور زره ټنه خواړه د هغې له ډلې غني شوي د غنمو اوړه، نخود، غني شوي نباتي غوړي او مالګه چمتو کړي.

ددغې خبرپاڼې له مخې د خوړو نړیوال پروګرام په نړیواله کچه د خوراکي توکو د بیو د ټیټیدو څخه په ګټې اخیستنې توانیدلی چې دمخه د اټکل شوې اندازې څخه زیات خوراکي توکي وپیري.

د خورو نړیوال پروګرام ویلي چې د خوړو د بیو کمیدودغه پروګرام سره مرسته کړې چې ډیرو اړمنو کورنیو ته په یو داسې هیواد کې مرستې برابرې کړي چې د وګړو د درېیو څخه یوه برخه یې د لوږې سره مخ دي.

په اسلامي انکشافي بانک کې د ترکیې د سیمه ییز مرکز رئیس ولید عبدالوهاب ویلي:”مونږ د خوړو د نړیوال پروګرام د کار د مثبتو اغیزو د لیدلو څخه خوشاله یو، ځکه چې پوهیږو چې زمونږ مرستو په ټول افغانستان کې اړمنو ورونو او خویندو سره مرسته وکړه”.

د اړمنو کورنیو سره د خوړو د نړیوال پروګرام دا مرستې د بادغیس، بامیان، فراه، غور، هلمند، هرات، کابل، کندهار، کاپیسا، خوست، کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پکتیکا او اروزګان ولایتونوکې ترسره شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) ویلي چې اړمنو کورنیو سره ددغو مرستو وروسته نږدې نیمايي یې د خوړو مصرف زیات کړی دي.

په عین وخت کې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د دفتر مشرې میرمن شاو وې لي ویلي:” د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ لوږې د کچې د لوړیدو د کلنو په تعقیب د پراخه بشردوستانه مرستو له برکته په افغانستان کې تر یو حده د خوړو د خوندیوب امنیت یوڅه ښه شوی. دا کار زمونږ د شریکانو لکه اسلامي انکشافي بانک د سخاوتمندانه مشارکت پرته نشو ممکن کیدلی”.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې ډیرو اړمنو کورنیو ته د خوړو د ویشلو بهیرکې یې لومړیتوب هغو کورنیو ته وو چې سرپرستي یې ښځې کوي، هغه کورنۍ چې غړو شمیر یې له نهو تنو او یا زیات وي د هغې له ډلې عمر خوړلي کسان یا معلولین او یا هم له خپلو سیمو بې کوره شوي کسان شامل وي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره د ګدايي یا قرض اخیستلو پرته بله چاره نلري.

د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې دغه پروګرام په تیر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د ۶۰۰ زره ټنو خوړو او د ۱۸۹ میلیونو ډالرو نغدې مرستې کړې وې.

د هغو کسانو له ډلې چې تیرکال یې د خوړو د نړیوال پروګرام مرستې ترلاسه کړې وې ۹.۳ میلیونه ښځې او نجونې، نږدې ۱۱ میلیونه يې ماشومان او ۵.۸ میلونه یې معلولیت لرونکي کسان وو.

د خوړو نړیوال پروګرام دا راپور په داسې حال کې خپور کړی چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د عملیاتو د چارو مشرې ادیم ووسورنو په افغانستان کې د بشري بحران د وضعیت د سمبالولو او د اړتیاو د پوره کولو لپاره په همغږو هڅو ټینګار کړی.

میرمن ادیم ووسورنو ویلي چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په ستنیدو کې د زیاتوالي او د اقلیم د بدلون اغیزو له امله په دغه هیواد کې بشري بحران پراخه شوی دی.

میرمن ادیم ووسورنو ویلي: ” افغانستان کې بشري وضعیت ماتیدونکی او ډیر نازک دی. په روان کال کې ۲۳ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. دا د ۲۰۱۹ پرتله پنځه ځلې زیات شمیر دی.”

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ” اوچا” ویلي چې افغانستان د سخت بشري بحران د دوام سره مخامخ دی او په دې هیواد کې ۲۳.۷ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. په دې شمیر کې ۱۲.۴ میلیون کسان د خوړو د نه خوندیتوب سره مخامخ دي او نږدې نیمايي نفوس شاوخوا ۴۸ فیصده د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ډبلیو ایف پي: تیرو نهو میاشتو کې ۲۶۰ زره اړمنو افغانانو مرستې ترلاسه کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*