ډبلیو ایف پي: واخان کې میندې د خپلو بچیانو لپاره د خوړو د سپما په خاطر پخپله پوره خواړه نخوري


افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې شاو وې لي د چین پر سرحد کې د بدخشان ولایت واخان ته د سفر وروسته ویلي چې په دغه سیمه کې خلک د خوراکي توکو د سخت کمښت سره مخ دي.


د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د یکشنبې په ورځ
سپټمبر ۱۵ (وږي ۲۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې واخان ته د میرمن شاو وې لي د
سفر یوه لنډه ویډیو خپره کړې چې په کې د ډبلیو ایف پي مشرې ددغې سیمې د
اوسیدونکو ستونزمن ژوند انځور کړی دی.


میرمن شاو وې لي ویلي: “میندو را ته وویل چې
راټول شوي حاصلات به د ژمي ترنیمايي پورې د دوی بس شي. د ماشومانو نیاګانو
راته وویل چې ددې لپاره چې لمسو ته یې خواړه ورسیږي هغوی پوره خواړه نه
خوري”.


د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې ویلي چې د افغانستان په نورو برخو کې هم کورنۍ ورته حال لرۍ.


میرمن شاو وې لي ویلي: “وضعیت د سخت حالت څخه ورهغه خوا ته دی. لوږه ددغو غرونو [واخان] هریو شاته په کمین کې ناسته ده”.

واخان چې اوږد ژمي لري د بدخشان په ولایت یوه
ډیره لیرې پرته سرحدي سیمه ده چې د افغانستان او چین ترمنځ د شاوخوا ۹۰
کیلومتره اوږد سرحد ډیره برخه جوړوي.


د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې
ویلي چې د واخان څخه د لیدنې پر مهال یې لیدلي چې خلکو د راروان ژمي لپاره
چمتوالی نیوه. میرمن شاو وې لي ویلي چې په دې سیمه کې کورنۍ د کر کیلې
لپاره کوچني پټي لري او ډیر کم څاروي ساتي.


هغې ویلي چې که څه هم دا سیمه ډیره زیاته
طبیعي ښکلا لري خو په کې کاري فرصتونه د نشت په حساب دي او هلته هرڅوک د
ژوندي پاتې کیدو په هڅو بوخت دي.


واخان د افغانستان له ډیرو وروسته پاتو سیمو
څخه دی چې یوازې سږکال ورته د بدخشان د ولایت د مرکز فیض اباد څخه یو خام
سړک تیر شوی دی. د شاوخوا سلو کیلو مترو ددغې سړک د جوړولو کار د افغانستان
د پخواني جمهوري رژیم پرمهال پیل شوی وو او شاوخوا ۶۰ کیلومتره سړک جوړ
شوی هم وو. طالبانو تیرکال ددغه سړک د پاتې برخې کار پیل کړی وو چې د روان
۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې په روانه میاشت کې یې کار بشپړ شو او افغانستان د
ځمکې له لارې د چین سرحد سره ونښئلول شو.


همداشان په دغه سیمه کې روغتیايي خدمتونه هم ډیر کم دي او اکثره کورنۍ خپل ناروغان په ډیرو سختو لارو د فیض اباد روغتون ته انتقالوي.


د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشرې په
واخان کې د خلکو د ناسم اقتصادي وضعیت او ستونزو په اړه دا څرګندونې په
داسې حال کې کړي چې دغه پروګرام څه موده دمخه ویلي چې د بودیجې د کمښت سره
مخ شوی چې له امله یې دغه پروګرام په افغانستان کې یو میلیون امیدواره او
ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندو د پنځه کلنو څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو
ته د ځوارځواکۍ ځانګړې خواړه نشي برابرولی.


ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې
“اوچا” ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې چې په افغانستان کې د خپلو بشري
مرستو د رسولو د پروګرامونو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه ۳.۰۶ میلیارده ډالرو
بودیجه غوښتې وه، په داسې حال کې چې د دغه کال پای ته رسیدلو ته څلور
میاشتې پاتې نړیوالې ټولنې ورته یوازې ۲۵ فیصده د غوښتل شوې بودیجې برابره
کړې ده.

منبع


لومړی نظر وکړئ on "ډبلیو ایف پي: واخان کې میندې د خپلو بچیانو لپاره د خوړو د سپما په خاطر پخپله پوره خواړه نخوري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*