ډبلیو اېف پي: افغانستان کې خوراکي خوندیتوب ښه شوی دی

د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه تازه راپور کې وایي، د تېر کال پر تله سږ کال په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی دی.

د دغه راپور لمخې، افغانستان کې د غنمو، وریژو، جوارو او مېوو د تولیداتو زیاتوالی او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ثبات هغه لاملونه دي، چې ورسره په هېواد کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی دی.

راپور کې راغلي، د روان زېږیز کال په سپټمبر میاشت کې پر اړمنو افغانانو ۵ اعشاریه ۵ میلیونه ډالره وېشل شوي دي.

د خوړو نړۍوال پرواګرام ویلي، بېړنیو بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر له ۱۵.۳ میلیونو ۱۲.۴ میلیونو ته کم شوی دی.  

د خوړو نړۍوال پروګرام د سپټمبر میاشتې راپور کې لیکل شوي: « د خوړو نړۍوال پروګرام ۱.۳ میلیونه کسانو ته بېړنۍ خوراکي مرستې چمتو کړي، چې ۴۲ سلنې یې د نغدو پیسو د ورکړې او د خوړو د کارټونو له لارې وېشل شوي. دا مرستې هغو کورنیو ته ورکول کېږي، چې د خوړو او تغذیې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. په هغو سیمو کې چې بازارونه فعال دي، د خوړو نړۍوال سازمان د ټولنې د انتخاب لمخې نغدې پیسې او د مرستو کارټونه ورکوي.»
  
اقتصاد وزارت د مرستندویو بنسټونو مرسته په لنډمهالې توګه د افغانستان د خوراکي امنیت په برخه کې ګټوره بولي.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب و ویل: « له خوړو نړۍوال پروګرام او نورو مرستندویو بنسټونو چې زموږ له هېوادوالو سره د نورو مرستو سربېره په بېلابېلو برخو کې په پراختیایي پروژو کې هم برخه واخلي، څو خلک له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا شي.» 

په همدې حال د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي چې له اقتصادي ننګونو سره مخ دي، له مرستندویه بنسټونو او اسلامي امارته غواړي، چې لاسنیوی یې وکړي.

د کابل اوسېدونکي، ملک و ویل: « تر دې مهاله هېڅ مرسته راسره نه ده شوې، یوه ورځ هم ملګري ملتونه نه دي راغلي، د بشري حقونو سازمانونه او دغه ډبلیو اېف پي چې راشي او له خلکو سره مرستې وکړي.»

د کابل یو بل اوسېدونکي و ویل: « کار او غریبي نشته، ژوند نشته، نه مړه کېږو او ژوندي یو، دغسې وخت راغلی.»

د خوړو نړۍوال پروګرام په راپور کې دغه راز راغلي، چې د کاري زمینو نشتوالی، عوایدو کموالی، وچکالي، سېلابونه او له نورو هېوادونو د زرګونو افغان کډوالو راستنېدل لاهم هغه ستونزې دي، چې هېوادوال یې بشري مرستو ته اړ کړي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ډبلیو اېف پي: افغانستان کې خوراکي خوندیتوب ښه شوی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*