ډنمارک تمدید شوي افغاني پاسپورټونه بې اعتباره اعلان کړل

Loading

ډنمارک هېواد تمدید شوي افغاني پاسپورټونه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له ۱۸مې وروسته په رسمیت نه پېژني.

د ډنمارکي رسنیو د رپوټ له مخې، هغه افغانان چې تمدید شوي پاسپورټونه لري، باید نوي پاسپورټونه واخلي.
د ډنمارک د کډوالۍ ادارې په دغه هېواد کې استوګن افغانان د پاسپورټ په درلودو مکلف ګڼلي.
د ډنمارک دولت دغه ګام په دې معنا دی، چې په دغه هېواد کې میشت افغانان باید د نوي پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د ا.ا. تر څار لاندې یوې ادارې ته مراجعه وکړي.
ویل شوي افغانان یوازې هغه مهال بهرنی پاسپورټ اخستی شي چې ثابته کړي نوي افغاني پاسپورټونه نه شي ترلاسه کولی.
د ډنمارک د سیمه ییزو رسنیو د رپوټونو له مخې، که افغان وګړي د نویو پاسپورټونو لپاره افغانستان ته په تګ اړ وي، د کډوالۍ اداره ورسره همغږې ده.
د ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په زمري میاشت کې له اروپا میشتو افغانانو وغوښتل چې د قونسلي خدمتونو لپاره په اروپا کې ددې ډلې استازولیو ته ورشي. دغه وزارت اعلان وکړ، چې دوی یوازې د اسپانیا، هالنډ، بلغاریا، چک جمهوریت او د جرمني د میونیخ ښار استازولیو له خوا جاري کېدونکي سندونه او پاسپورټونه مني.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ډنمارک تمدید شوي افغاني پاسپورټونه بې اعتباره اعلان کړل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*