د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي ژانګ مینګ له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې د افغانستان امنیت او ټیکاو په سیمه کې اغېزناک وباله.
ښاغلي مینګ په دغې مرکه کې ویلي چې، په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت رامنځته کېدل، د دغه هېواد په ګټه دي.
ژانګ مینګ ویلي:«د افغانستان مسئله هم ډېره مهمه ده، په ځانګړې توګه په سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت د تامین له پلوه، موږ غواړو چې، افغانستان له ترهګرۍ، جګړې او نشهیي توکو یو پاک هېواد شي او هیله لرو چې، په راتلونکي کې په افغانستان کې د ټولو سیاسي، قومي او مذهبي ډلو د استازو په پراخ ګډون یو حکومت جوړ شي چې، دا د افغانستان، د شانګهای د همکاریو سازمان او د نړۍوالې ټولنې په ګټه به وي.»
د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي، په دغه سازمان کې د افغانستان د غړیتوب په هکله ویلي چې، د هېوادونو له غوښتنو هغه مهال هرکلی کېږي چې، د دغه سازمان او د ملګرو ملتونو سازمان له اصولو او ارزښتونو ملاتړ وکړي.
هغه په دې هکله زیاتوي:«څه باندې شل کاله کېږي چې، مغولستان د څارونکي هېواد په توګه دی، افغانستان هم له ډېرو کلونو راهیسې په دې وضعیت کې مهم رول لوبولی دی. د شانګهای همکاریو سازمان کې غړیتوب ستونزمن کار نهدی؛ زموږ سازمان تل پر اصولو ولاړ دی. موږ په دې برخه کې د هغو هېوادونو هرکلی کوو چې د شانګهای د همکارۍ سازمان منشور او د ملګرو ملتونو د منشور له بنسټیزو اصولو او ارزښتونو ملاتړ کوي.»
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې په هېواد کې د نظام بڼه د افغانستان له کورنیو مسایلو ګڼلې ده.
د سیاسي چارو شنونکی فصلالرحمن اوریا د ټولګډوني حکومت د جوړېدو په هکله طلوعنیوز ته وايي:«د ټولګډوني حکومت شعار څرګند تعریف او معنا نهلري. نو دا یوازې یو خیالي شعار دی او په خیالاتو کې پاتېږي؛ خو هغه څه چې، په افغانستان پورې اړه لري، د افغانستان حکومت د هرې ورځې په تېرېدو سره، خپلې سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي ستنې ټینګوي څو ټول خلک د افغانستان په حکومت کې په یوه بڼه خپل شتون حس کړي.»
د شانګهای همکارۍ سازمان ۱۱ غړي لري او دوه هېوادونه افغانستان او مغولستان د دغه سازمان د ناظرو هېوادونو په توګه فعالیت کوي.
لومړی نظر وکړئ on "ژانګ مینګ «د امن او ثبات لرونکي» افغانستان پر اهمیت ټينګار وکړ"