ښاریان: کابل ښار کې د کورونو کرایې لوړې شوې

ښاریان: کابل ښار کې د کورونو کرایې لوړې شوې

په داسې حال کې چې د ژمي موسم په را رسېدو دی، د کابل ګڼ شمېر اوسېدونکي د کرايي کورونو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.

دوی وايي، د بدو اقتصادي شرایطو له امله د لوړو کرایو د ورکولو وس نه لري.

د کابل ښار اوسېدونکي روح‌الله په دې اړه وویل: «د کورونو کرايي پخوا مناسبې وې؛ له دوو زرو تر پنځو زرو افغانیو پورې؛ خو اوس د غوښتنو د زیاتوالي له امله کرايي ډېرې لوړې شوي دي.»

دغه راز د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي رنګین وویل: «کرايي له دوه برابره هم ډېرې لوړې شوې دي او خلک یې د ورکولو وس نه لري. خلک شپه او ورځ د کور په لټه کې دي.»

ورته مهال، د معاملاتو د رهنما دفترونو یو شمېر مسوولین هم مني چې په دې وروستیو کې د کرايي کورونو بیې لوړې شوې دي.

دوی وايي، کابل کې د نفوسو زیاتوالی او له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو را اېستنه د کورونو د کرایو لوړېدو سبب شوې دي.

په کابل کې د معاملاتو د رهنما د یوه دفتر مسوول مسعود په دې اړه وویل: «پخوا دوه خونو لرونکي کورونه له شپږو تر اوو زرو افغانیو پورې په کرایه ورکول کېدل، خو اوس کرايي له لسو تر یوولسو زرو افغانیو پورې رسېدلي دي، که څه هم د عدلیې وزارت د کرايو د کنټرول لپاره یوه ټاکلې فیصدي اعلان کړې ده، خو تر اوسه عملي شوې نه ده او کرايي لا هم لوړې دي.»

د یادونې وړ ده چې له وړاندې د عدلیې وزارت ویلي وو، د کورنیو مالکین نشي کولی کرایه له لس سلنې زیاته لوړه کړي؛ خو اوس خلک وايي چې دا پرېکړه لاهم په بشپړ ډول نه ده عملي شوې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ښاریان: کابل ښار کې د کورونو کرایې لوړې شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*