د معاشونو د ځنډېدو او کموالي په تړاو د ښځينه ښوونکو اندېښنه

په پلازمېنه کې ځينې ښځينه ښوونکو ویلي چې، د پوهنې وزارت لخوا د خپلو معاشونو د ځنډول کېدو او کمېدو په تړاو اندېښمنې دي.

ښځينه ښوونکې له اسلامي امارته غواړي چې، د ښځینه ښوونکو د معاشونو پر کموالي بیاغور وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت د سرپرست لخوا په لاسلیک شوي لیک کې چې، په رسنیو کې لاس په لاس کېږي. او په هغه کې له مالیې وزارت غوښتل شوي چې ۵ زرو ته د ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کموالي تر روښانېدو د ښځینه ښوونکو د معاشونو د ورکړې بهیر وځنډوي.
  
خو اسلامي امارت تر اوسه په رسمي ډول د دغه لیک په تړاو څه نه‌دي ویلي.

راضیه هغه ښوونکې ده چې، څه باندې ۱۸ کاله یې د پوهنې په برخه کې خدمت کړی دی. دا چې د خپلې کورنۍ د اوو غړو سرپرستي پر غاړه لري د طلوع‌نیو خبریال ته ویلي چې، له نهه زره افغانیو تنخوا يې څه باندې پنځه زره د کور پر کرایې او د اوبو او برېښنا د بېلونو پر ورکړې لګول کېدې، او اوس چې په دولتي ادارو کې د ښځو تنخوا پنځه زره افغانیو ته راکمه شوې او د معاشونو د ورکړې بهیر یې ځنډېدلی، دا او کورنې یې اندېښمنه ده.

راضیه زیاتوي:«د اسلامي امارت له دولته زموږ غوښتنه دا ده د هغو ښوونکو معاش چې، د دندې په حال کې دي، برحاله دي او هغه ډاکټران چې په روغتون کې په کار بوخت دي، هیله ده هغوی معاش دې نه‌کمه وي. په دغو دوه درې کاله کې موږ وتوانېدو چې پر خپلو پښو ودرېږو، که له دې هم کم شي، موږ ته ډېره ستونزمنه کېږي.»

يو شمېر نورې ښوونکې هم د سرپرست حکومت له لوري د معاشونو د کموالي او ځنډېدو په تړاو اندېښنه ښيي او وايي چې اوس‌مهال له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

ښوونکې جمیله وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې په دغو کلونو کې له ټولو ستونزو سره دندې ته حاضرې شوو، د وطن اولاد ته مو خدمت وکړ، له هغه معاش سره چې، مو اخیسته، له ډېرو ستونزو سره مو خپل ژوند مخته بوته. زموږ غوښتنه دا ده که‌چېرې زیات نه‌شو، کم دې هم نه‌شي.»

ښوونکې طاهره هم څرګندوي:«خبر یې چې ورکړی، ان‌شاالله چې، سم نه‌وي او خپلې پرېکړې بدلې کړي. موږ ته خپل پخوانی معاش راکړل شي، که‌چېرې زموږ امتیازونه زیات کړي خو ډېر ښه، که نه کموي دې هم نه.»

که څه هم د اسلامي امارت د بیاځلې واکمنېدو وروسته، په ځينو حکومتي ادارو کې د ښځو حضور منع شو؛ خو د حکومت لخوا د هغوی معاشونه ورکول کېدل.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د معاشونو د ځنډېدو او کموالي په تړاو د ښځينه ښوونکو اندېښنه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*