کابلوف: تاجیکستان د شانګهای سازمان په فعالیتونو کې د ا.ا. د ګډون مخالف دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي په داسې حال کې چې د شنګهای د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په شورا کې اکثره غړي ددغه سازمان په فعالیتونو کې د ا.ا. د ګډون سره موافق دي، خو د تاجیکستان مخالفت د شانګهای سازمان په فعالیتونو کې د طالبانو د ګډون مخه نیولې ده.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضیمر کابلوف د ریا نواستي (RIA Novosti) په نوم یوې روسیې رسنۍ سره په مرکه کې هیله ښودلې چې تاجیکستان به ژر په دې اړه په خپل دریځ باندې بیا غور وکړي.

ښاغلي کابلوف ویلي: “روسیه او اکثریت ګډون کوونکي د تماس ددغه ګروپ د کار د بیرته پیلولو پلوي کوي. زمونږ تاجیک همکاران لا هم خاص ملاحظات لري، خو مونږ هیله لرو چې هغوی به ژر پر خپل دریځ باندې بیا غور وکړي”.

د ۲۰۲۱ کال د اګست دمخه افغانستان د شانګهای د غړو هیوادونو د سازمان په فعالیتونو کې د څارونکي هیواد په توګه برخه اخیستله.

ا.ا. چې په افغانستان کې یې واک ته د رسیدلو نږدې درې کاله پوره کیږي، حکومت یې د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی. تیر ۲۰۲۳ کال د ا.ا. ویلي و چې د شانګهای د سازمان په فعالیتونو کې د یو څارونکي هیواد په توګه ددغې ډلې د حکومت ګډون مشروع حق دی.

د ا.ا. حکومت همداشان ویلي چې په دغه سازمان کې ددغې ډلې نه ګډون امنیتي ګواښونو، نشه یي توکو سره د مبارزې، بشري مرستو او په افغانستان کې د زیربنايي پروژو د پلي کیدو په برخه کې د نه همغږۍ سبب ګرځي.

د شانګهای د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو وروستۍ غونډه د روان ۲۰۲۴ کال مې د تیرې میاشتې په ۲۰ او ۲۱ په قزاقستان کې جوړه شوې وه.

په دې وروستیو اونیو کې د روسیې د فدراسیون د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په ګډون یو شمیر روسي چارواکو د ا.ا. سره د اړیکو په تړاو ضد او نقیضې څرګندونې کړي دي.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د جون پنځمه (جوزا ۱۶) د سنټ پیټرزبرګ په ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې چې د ا.ا. د حکومت استازي هم ورته بلل شوي وو یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د ا.ا. د حکومت او مسکو ترمنځ د اړیکو جوړولو غوښتنه وکړه.

پوتین له بهرنیو رسنیو سره په خبري کنفرانس کې وویل: “موږ تل په دې باور يو چې بايد واقعیت ومنو. ا.ا. په افغانستان کې واک په لاس کې لري… موږ بايد د ا.ا. له حکومت سره اړيکې جوړې کړو”.

خو د جمهور رئیس پوتین له دغو څرګندونو دمخه د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي وو، چې مسکو غواړي د ا.ا. نوم د دغه هېواد د تروريستي سازمانونو له لیست څخه لېرې کړي. لاوروف ویلي وو چې ا.ا. په افغانستان کې واقعي ځواک دی.

تاجیکسان د منخنۍ اسیا یوازینی هیواد دی چې د ا.ا. سره رسمي اړیکې نلري او په کابل کې یې تراوسه خپل سفارت نه دی پرانیستی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابلوف: تاجیکستان د شانګهای سازمان په فعالیتونو کې د ا.ا. د ګډون مخالف دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*