
کابل کې د اوبو د کمښت ناورین؛ خلک د بېړني اقدام غوښتنې کوي
کابل کې د اوبو د کمښت له ناورین سره سم، د پلازمېنې د ځینو سیمو اوسېدونکي د اوبو نلونو د وچېدو او د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي.
د پلازمېنې ځینې کورنۍ له میاشتو راهیسې د اوبو د کمښت او ماشومان چې په ساعتونو د اوبو لپاره په تمه وي، بېلابېلې کیسې لري.
د کابل د اوومې ناحیې اوسېدونکی غلام نبي وایي، کور ته یې د اوبو رسولو نل وچ شوی او له تېرو درېیو میاشتو راهیسې یې کور ته له دغه نله اوبه نه راځي او اوس یې کورنۍ ته د اوبو برابرول تر ټولو سخته چاره ده.
محمد نبي و ویل: «د اوبو لپاره جوماتونو ته ځو، ځینې خلک چې پیسې لري په ۱۶سوه یا اوولس سوه افغانیو د اوبو یو ټانکر پېري خو څوک چې پیسې نه لري، ماشومان، ښځې او ټول په جوماتونو او د نورو خلکو کورون ته د اوبو پسې سرګردانه وي.»
که څه هم دغه سیمه کې د اوبو رسولو خصوصي شرکتونه فعالیت کوي، خو د جوماتونو تر څنګ د ماشومانو اوږدې لیکې د ناورین د دوام ښکارندویي کوي. دغه ماشومان چې کوچني لوښي او بوشکې ورسره دي، له اندېښنو په ډکو سترګو د اوبو هغې سرچینې ته ګوري چې ښایي یوې شیبې لپاره ورته لاسرسی پيدا کړي.
د کابل اوسېدونکې، روزګار و ویل: «لس دقیقې مزل مو وکړ، اوس دلته ناست یو چې راوړې بوشکې مو ډکې شي خو راته یې و ویل چې ښایي بوشکې مو دکې نشي ځکه چې څاه وچه نه شي.»
د اوومې ناحیې اوسېدونکي، محمد نادر و ویل: «څاه لس یا شل دقیقې اوبه را وباسي او بیا وچیږي، بسنه نه کوي. نیم خلک بېرته ځوابوو او په جنجالونو سره بېرته ځي.»
د سیمې اوسېدونکي د اوبو رسونې شرکتونو پر کمزوري فعالیت نیوکه کوي او د اوبو او انرژۍ له وزارته غواړي چې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې د کابل مېشتو پر ستونزو ژر تر ژره غور وکړي.
د کابل اوسېدونکي، حامد و ویل: «۳۵ افغانۍ مو له لومړي کس سره لس کاله قرارداد درلود، اوس یې هغه ۴۵ افغانۍ کړی خو پر دې سربېره اوبه هم نشته، ښځې، ماشومان او لویان، ټول د اوبو پسې سرګردانه دي.»
د اوومې ناحیې د ګذر وکیل، محمد یاسین و ویل: « د اوبو او انرژۍ له محترم وزیر صاحب هیله من یو چې ژر تر ژره د لالندر او شاه و عروس پر بند او له پنجشېره کابل ته د اوبو د لېږد پر پروژو کار وکړي.»
له پرلپسې اړیکو سره سره مو په دې تړاو د اوبو او انرژې وزارت رسمي نظر تر لاسه نه کړای شو.
بلخوا، تېره یکشنبې د متحده عربي اماراتو د اوبو رسونې یوه شرکت د قرغې له بنده د پوليتخنیک پوهنتون د اوبو تر زېرمې چې د لس زره متر مکعبه اوبو ظرفیت لري، د اوبو د تولید او لېږد پروژه پرانېستله.
نړۍوالو بنسټونو هم بیا بیا کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې د زیاتېدو خبرداري ورکړي دي.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د اوبو د کمښت ناورین؛ خلک د بېړني اقدام غوښتنې کوي"