کابل کې د خوراکي توکو لوړه بیه؛ ځینې هېوادوال یې د پېرلو وس نه‌لري

د کابل ځینې اوسېدونکي د پلازمېنې په بازارونو کې، د خوراکي توکو پر لوړې بیې له نیوکې سره وايي چې، د خوراکي توکو د پېرلو وس نه‌لري. 

بې‌وزلي او بې‌روزګاري په افغانستان کې د یوې لویې ننګونې په توګه د ډېرو خلکو ژوند ستونزمن کړی دی.

بې وزلي او بې روزګاري په افغانستان کې د یوې لویې ننګونې په توګه د ډېرو خلکو ژوند ستونزمن کړی دی، د خوراکي توکو په بیو کې بې ‌ثباتۍ دغه ستونزه لاپسې زیاته کړې ده.

د کابل اوسېدونکی زیورالدین د طلوع‌‌نیوز خبریال ته وايي:«د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه‌دي او په دغو ورځو کې د خوراکي توکو بیه ډېره لوړه او نه‌شي کولای چې وې پېري.»

د کابل بل اوسېدونکي جمشید هم وویل:«ښاروالۍ چې، نرخ‌پاڼه ورکوي باید وې څېړي چې، هټۍوال د هغې نرخ‌پاڼې پر بنسټ پر خلکو وپېري.» 

بلخوا، هټۍوال د خوراکي توکو د بیو لوړېدل او ټېټېدل د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د بیې په نوساناتو پورې تړلي بولي. د دوی په وینا، په وروستیو ورځو کې د ځینو خوراکي توکو لکه اوړو بیه ټيټه شوې؛ خو د غوړیو بیه یو څه لوړه شوې ده.  

هټۍوال حشمت‌الله نعیمي وايي:«یوازینۍ شی چې، ارزانه شوي او بیه یې کمه شوې، اوړه دي؛ خو د غوړیو بیه چې، له مالیزیا او روسیې او ځینو نورو هېوادونو راځي، په ډالرو پورې تړاو لري، کله چې، ډالر لوړېږي، د هغوی بیه هم لوړېږي. یو پیپ غوړ بیه له ۱۴۰۰ افغانیو ۱۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.»

هټۍوال عبدالحکیم هم وویل:«نرخونه چې، ځينې وخت لوړېږي د ډالرو په نرخ پورې اړه لري چې، لوړېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې، هر کال د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرانسپورتي لارو د بندېدو ترڅنګ د بې‌وزلۍ او بې‌روزګارۍ د زیاتېدو په څېر ننګونې د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ بدلون لامل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د خوراکي توکو لوړه بیه؛ ځینې هېوادوال یې د پېرلو وس نه‌لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*