
کابل کې د سرطاني ناروغیو لومړنی ملي روغتون ګټېاخیستنې ته وسپارل شو
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مرستیال د دغه روغتون د پرانیستلو په غونډه کې د روغتیايي خدماتو ډاډمن کول او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو لپاره د کاري ځای ساتل د میندو او ماشومانو لپاره د خدماتو وړاندې کولو لپاره مهم وبلل او له افغانستان سره یې د اروپايي ټولنې د ملاتړ او بشري مرستو ډاډ ورکړ.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مرستیال، بنجامین وینز ویلي: «دا خورا مهمه ده چې یو عملیاتي چاپیریال وساتل شي چې پکې ښځینه روغتیایی کارکونکي وکولی شي خدماتو ته دوام ورکړي او ښځې او ماشومان وکولی شي لومړني روغتیايي او د تغذیې خدمات ترلاسه کړي. په دې برخه کې ملاتړ به خورا د ستاینې وي.
اروپايي ټولنې له ۲۰ کلونو ډیر وخت لپاره د روغتیا سکتور ته دوامداره ملاتړ چمتو کړی، د بشري مرستو او د اساسي اړتیاوو بودجې له لارې، چې اوس مهال یې کچه ۸۶ میلیونه یورو ده وړاندې کړې.»
په ورته مهال، د عامې روغتیا وزیر په هېواد کې په تخصصي برخو کې د پراختیا او اصلاحاتو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې یاد وزارت هڅه کوي په نږدې راتلونکي کې په دې روغتون کې د ډاکټرانو د روزنې لپاره یو ځانګړی پروګرام پیل کړي.
نور جلال جلالي وايي هند افغانستان ته د یو میلیون ډالرو په ارزښت د سرطان ضد ۱۰ ټنه درمل ورکړي او په دې روغتون کې به د راډیوټراپي اسانتیاوې هم چمتو کړي.
د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي بیا و ویل: « زه پر شتمنمو افغانانو او خیریه بنسټونو غږ کوم چې د سرطان ناروغي له اقتصادي پلوه ډېره ګرانه او ملا ماتوونکې ده، او په ګاونډیو هېوادونو کې هم سوداګر او خیریه بنسټونه د سرطان ناروغانو لاسنیوی کوي.»
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان مشر بیا هغو ستونزو ته په اشارې سره چې په تیرو وختونو کې په هېواد کې د سرطان ناروغانو ور سره مخ وو، له کابله بهر د سرطاني ناروغیو د درملنې خدماتو پراخولو او د دې روغتون د ظرفیت لوړولو کې د دیاد سازمان د ملاتړ ډاډ ورکړ.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان رییس، اوډین سنیزا سالواډور هم و ویل: « دا مرکز له ټول هیواده د ناروغانو د ترلاسه کولو مرکز هم دی او پلان لري چې په راتلونکو کلونو کې یې ۲۰۰ بسترونو ته وغځوي. پر زیربناوو سربیره د روغتیا نړیوال سازمان پر خلکو او سیسټمونو تمرکز باندې ټینګار کوي. د افغانستان له ګوډ ګوډ څخه له ۶۰ ډیر ډاکټران، نرسان او درمل جوړونکي د انکولوجي، کیموټراپي او د آرامۍ پاملرنې په برخه کې روزل شوي دي.»
یو شمېر ناروغان لرونکی چې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره یاد روغتون ته راغلي، د دې مرکز له جوړېدو خوښي څرګندوي او تر څنګ یې داسې غوښتنې لري.
ناروغ لرونکی، امان الله په دې اړه وایي: «پخوا به مو ناروغان پاکستان ته وړل، خو اوس د ناروغانو ستونزې دلته حل کېږي او که دولت د درملو په برخه کې همکاري وکړي، ډېر به ښه وي.»
عید محمد هم چې له ناروغ سره راغلی دی وايي: «کاش د سرطان روغتون څانګې په زونونو او هر بل ولایت کې هم وای، دا د خوښۍ ځای دی.»
دا روغتون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې په پخوانۍ ودانۍ کې له بنسټیزو بدلونونو وروسته د سرطان ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره د دوه سوه بسترونو په ظرفیت سره جوړ شوی.
د یاد روغتون په فعالولو سره، تمه ده بهر ته د درملنې لپاره د سرطان ناروغانو د تګ شمیر کم شي.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د سرطاني ناروغیو لومړنی ملي روغتون ګټېاخیستنې ته وسپارل شو"