کابل کې د سږني ژمي د لومړنۍ واورې اورښت

په روان ژمي کې د یو څه ځنډ وروسته نن د پنجشنبې په ورځ په کابل او د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ژمي د لومړنۍ واورې اورښت پیل شوی دی.

د ا.ا. د حکومت د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د چهارشنبې په ورځ جنورۍ اول (سلواغې ۱۲) د کابل په ګډون د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د واورې او باران د اورښت اټکل کړی دی.

دغه وزارت ویلي چې په دغو ورځو کې به د نیمروز ولایت پرته د سالنګ د لویې لارې په ګډون په نورو ټولو ولایتونو کې واوره او یا باران ووریږي.

په کابل کې د واورې اورښت د چهارشنبې په شپه پیل شوی او د ورځې په اوږدو کې هم دوام موندلی دی. دا د ۲۰۲۵ کال د بره کیدو وروسته په کابل او یو شمیر سړو غرنیو ولایتونو کې د روان ژمي لومړنۍ واوره ده.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي کابل کې د واورې دغه اورښت ته په غبرګون کې یو پخواني متل یادونه کړې: ” کابل دې بې زرو اوسي، خو بې له واورو څخه نه”.

که څه هم ددغې واورې د اورښت دمخه هم د کابل د لوړو غرونو په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې واوره وریدلې وه، چې له امله یې د کابل او افغانستان د شمالي، شمال ختیځو او شمال لودیځو ولایتونو ترمنځ د سالنګ لویه لار اوهم د کابل او غور ولایت ترمنځ لار هم په موقتي ډول بنده شوې وه.

د ا.ا.د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي چې په سالنوګونو کې د واورې اورښت جریان لري، چې د واورې ضخامت له ۴۰ سانتي متره څخه تر ۵۰ سانتي متره پورې رسیږي. خهو هغه ویلي چې دا لویه لار د مسافر وړونکو وسایطو پر مخ پرانیستې ده او د بار وړونکو وسایطو پر مخ مواقتاً تړلې ده.

هغه ویلي: “د کابل – بامیان لویه لار د میدان وردګ ولایت اړوند د اونۍ کوتل په سیمه کې د تیزې واورې د اورښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. همدارنګه، په غور، بامیان، پکتیا، دایکندي، فاریاب، میدان وردګ، لوګر، غزني او بدخشان ولایتونو کې هم د واورې تیز اورښت جریان لري چې له نیکه مرغه د یادو ولایتونو اړوند لارې د ترافیکو پر مخ پرانیستې دي”.

د ا.ا. د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي چې په سرپل ولایت کې د قم کوتل مسیر د لنډمهال لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی، د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو پرسونل د سړکونو او لویو لارو څخه د واورې په پاکولو بوخت دي او هڅه کوي چې یاد مسیرونه د ترافیکو پر مخ پرانیستي وساتي.

درې کلنه وچکالي

افغانستان کې د واورو او باران د اورښت دا لړۍ په داسې حال کې پیل شوې، چې ددې هیواد خلک د اوږدې وچکالۍ څخه کړیږي. ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی، چې د اقلیم د بدلون د خورا سختو اغیزو سره مخ دی او ددغو اغیزو د کمولو لپاره چمتوالی هم نلري. ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د پرله پسې دریو کلنو روانې وچکالۍ په دغه هیواد کې اوبو ته د خلکو اړتیا خورا زیاته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې “اوچا” ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال راهیسې اوبو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته شوې او۶۷ فیصده کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولوهڅې کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې “یونیسف” په کابل کې د څښاک پاکو اوبو روان بحران ته په کتنې ویلي چې که چیرې همدا اوس ددې ستونزې غم ونه خوړل شي، تر راتلونکو شپږو کلونو به په دغه ښار کې د ځمکې لاندې اوبه بیخې وچې شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې “یونیسف” د اکتوبر۲۹ ( لړم اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: “اوبه ژوند دی. په چټکه توګه ښاري کیدل او د اقلیم بدلون له امله به په کابل کې د ۲۰۳۰ کال پورې د ځمکې لاندې اوبه ختمې شي. که چیرې مونږ همدا اوس لاس په کار نشو مونږ دا بهیر نشو درولی”.

په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه د تیرو ډیرو اوږدو کلنو راهیسې شتون لري، خو په وروستیو کلنو کې دا ډیره پراخه شوې ده. ددغه ښار په غرنیو سمیو کې یو شمیر اوسیدونکي وايي د ښار د نورو برخو پرتله دوی د اوبو د کمښت له ستونزې سخت کړیږي او تراوسه ددې ستونزې د هوارلو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له خوا د دوی په سیمه کې د پام وړ کوم اقدام هم نه دی شوی.

د اوبو د سرچینو او چاپیریال چارو یو افغان څیړونکی نجیب الله سدید وايي چې نن سبا د کابل په ښار کې اوبو ترلاسه کولو د تجملي شیانو بڼه نیولي ده.

هغه د روان ۲۰۲۴ کال سټمبر ۲۳ ( تلې دوېیم) په کابل کې د څښاک د پاکو اوبو په تړاو د یو انلاین بحث وروسته د ایکس په پاڼه لیکلي: “ځینې کیدای شي چې د ځمکې لاندې په ډبرو کې د اوبو وروستي څاڅکي ته لاس رسي ومومي، ځینې نور باید چې په لوړه بیه اوبه واخلي، په داسې حال کې چې زیات شمیر خلک باید چې په خپل خوږ کابل کې خپل کورونه پریږدي [اوبو په لټه کې] ځکه چې هغوی ممکن د ترلاسه کولو توان ونلري”.

د ا.ا.حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې په کابل کې د اوبو ستونزې ته د حل د موندلو لپاره د پنجشیر ولایت د سیند څخه دغه ښار ته د اوبو د انتقال په پروژه باندې کار کوي او ددغې پروژې تخنیکي چارې بشبړې شوي دي. ددغه وزارت ویاند مطیع الله عابد سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې ددې پروژې عملي چارې به د ا.ا.د مشر له خوا د پروژې د منظورۍ وروسته پیل شي.

ټاکل شوې چې ددې پروژې له لارې به د پنجشیر د سیند څخه دوه مترمکعبه د څښلو پاکې اوبه کابل ته انتقال شی او شاوخوا دوه میلیونو کسانو ته به د څښلو پاکې اوبه برابرې شي.

سویس کې میشت د “اې سي اې پي ایس” په نوم اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې بشري اړتیاو د ارزونې یو بنسټ د ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په میاشت کې په افغانستان کې اقلیم د بدلون اغیزو په اړه یو راپور کې نورمال حالت څخه د حرارت درجې پورته کیدل او ګرمۍ څپې، یخونو ویلې کیدل، وچکالي،سیلابونه او ځمکې ښویېدل دغه هیواد کې اقلیم بدلون د اصلي خطرونو په توګه ښودلي دي.

دغه بنسټ ویلي چې افغانستان د ګرمۍ کچه د نړۍ د ګرمۍ د کچې له اوسط څخه پورته ده او د ۱۹۵۰ کال راهیسې هرکال په دغه هیواد کې د ګرمۍ کچه د ساتني ګراډ په کچه ۱.۸ درجې زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کې راغلي چې په تیرو څلورو لسیزو کې په اکثرو شمالي، لویدیځو، جنوب ختیځو او جنوبي ولایتونو کې کم اورښت وریدل ثبت شوي او وچکالۍ اغیزې زیاتې شوي دي.

ددې راپور پر اساس په افغانستان کې یخچالونه د خوږو او طبیعي اوبو په ذخیره کولو او د موسمي سیندونو د تنظیم په جریان کې اساسي ونډه لري او تر ۸۰ فیصدو پورې ددغه هیواد د اوبو منابع د هندوکش له غرونو منشا اخلي.

په دې راپور کې دغو عواملو ته په اشارې ویل شوي چې افغانان به د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلنو ترمنځ د اقلیم د بدلون او یا هم د هغې د ترکیب د عمده ګواښونو سره مخ شي.`

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د سږني ژمي د لومړنۍ واورې اورښت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*