کابل کې د موټرو لپاره د تم‌ځایونو کمښت جدي ستونزه ده

💬0

کابل کې د موټرو لپاره د تم‌ځایونو کمښت جدي ستونزه ده

د کابل ښار اوسېدونکي او موټرچلوونکي وایي، د تم‌ځایونو کمښت ورته په يوې ستونزې بدل شوی دی.
شمس‌الله چې نږدې یوه لسیزه کېږي د کابل ښار په شهرنو سیمه کې ټکسي چلوي، په ښار کې د موټرو د تم‌ځایونو د کمښت له ستونزې شکایت کوي.
د هغه په وینا، ډېری سوداګریز مرکزونه، لوړپوړیزې ودانۍ او رستورانتونه چې د ښار له ګڼې ګوڼې په ډکو سیمو کې جوړ شوي؛ د موټرو تم‌ځایونه نه لري.

موټر چلوونکی، شمس‌الله وايي: « هر ځای چې لوړې ودانۍ جوړېږي، باید پارکېنګ پکې په پام کې ونیول شي. د ښارونو په څېر سیمو کې که سوداګریز مرکز یا رسټورانټ جوړېږي، باید لومړی د موټرو د تم‌ځای ځای په پام کې ونیول شي. دا یوه لویه ستونزه ده.»

د کابل اوسېدونکي هم د موټرو د تم‌ځایونو کمښت د خپلو نورو ستونزو ترڅنګ یوه جدي ننګونه بولي.
دوی له کابل ښاروالۍ غواړي چې له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې د موټرو د تم‌ځاینو له جوړولو پرته لوړ پوړیزو ودانیو، سوداګریزو مارکېټونو او هوټلو ته د ودانیزو چارو اجازه ورنکړي.

د کابل اوسېدونکی، احمدفهیم هم همداسې وايي: « د سړکونو ګڼه‌ګوڼه هم د همدې ستونزې له امله ده. همدا موټرې د سړک نیمه برخه نیسي. باید د دې ستونزې لپاره یوه حل‌لاره وموندل شي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی، صلاح‌الدین بیا وايي: « په نورو هېوادونو کې دا یو قانون دی چې هر ځای چې ډېر مراجعین لري، باید د موټرو تم‌ځای ولري. ښاروالۍ باید دا موضوع په جدي ډول تعقیب کړي.»

کابل ښاروالۍ ټولو لوړپوړیزو ودانیو او سوداګریزو برخو ته د تم‌ځای د جوړولو سپارښتنه کړې او دا بهیر دمګړۍ روان دی.

د کابل ښاروالۍ ویاند، نعمت‌الله بارکزی وايي: « ټولو لوړو ودانیو او سوداګریزو مرکزونو ته، چې د ځمکني پوړ څخه یې د نورو کارونو لپاره استفاده کوي، لارښوونه شوې چې هغه د موټرو تم‌ځای ته ځانګړی کړي. دا بهیر لږ وخت نیسي، خو په ټول ښار کې روان دی.
سربېره پر دې، د کابل ښاروالۍ په خپل کلني پلان کې د لویو تم‌ځایونو جوړول هم شامل کړي دي.»

د یادونې ده، چې کابل ښار په تېرو دوو لسیزو کې د غیرپلاني پراختیا له امله له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د موټرو لپاره د تم‌ځایونو کمښت جدي ستونزه ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*