کابل کې د ودانیز صنعت او بیارغونې درېیم نندراتون پرانیستل شو

💬0
منبع

کابل کې د ودانیز صنعت او بیارغونې درېیم نندراتون پرانیستل شو

نن په کابل کې د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې د افغانستان د ودانیز صنعت او بیارغونې درېیم نړیوال نندارتون پرانیستل شو.
 

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل، چې افغانستان په ځینو برخو لکه د اوسپنې او یو شمېر ساختماني توکو په تولید کې د ځان‌بساینې پولې ته نږدې شوی او د بیارغونې او ودانیز سکتور په برخه کې بنسټیز ګامونه اخیستل شوي دي.
 

د نوموړي په وینا، د هېواد صنعتي کول د اسلامي امارت د اقتصادي تګلارې له لومړیتوبونو څخه دي او د پانګه‌والو د هڅونې لپاره ځانګړې اسانتیاوې او امتیازات برابر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي په دې اړه وايي: « که کوم هېواد غواړي له موږ سره سوداګري او تعامل ولري، د اسلامي امارت ټول پروګرامونه د هغوی لپاره پرانیستي دي. موږ څو ځله له ګاونډیو هېوادونو، په شمول د پاکستان، بلنه کړې چې افغانستان ته راشي، پانګونه وکړي، تعامل او نږدېوالی ولري، وروري پیاوړې کړي او لارې او تګلارې بندې نه کړي.»

د کرنې او مالدارۍ خونې لومړی مرستیال، میرویس حاجي‌زاده هم وايي: « پر خپل وطن ویاړ وکړئ، پر خپل کاري ځواک ویاړ وکړئ او پر خپل صنعت او حکومت هم ویاړ وکړئ.»

په همدې حال کې، د نندارتون جوړونکو ټینګار وکړ چې د دې پروګرام موخه د ودانیز صنعت وده او د شرکتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او اړیکو رامنځته کول دي.
د دوی په وینا، هند، ازبیکستان، ترکمنستان او ایران هېوادونو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د نندارتون تنظیموونکی، شکرالله بقایي بیا وايي: « زموږ موخه دا ده چې راتلونکی نندارتون تر دې لا پراخ، ډېر او غوره وي، څو وکولای شو هېواد ته پانګونه راجلب کړو.»

یو شمېر غرفه لرونکي هم د دا ډول پروګرامونو له جوړېدو خوښي څرګندوي او دا د کورني صنعت د ودې لپاره مثبت ګام ګڼي.

غرفه لرونکی، محسن هم وايي: « که وشي، نو ښه به وي چې دا ډول کورني او بهرني نندارتونونه هر څو وخت وروسته ترسره شي او بهرني کسان هم پکې ګډون وکړي.»

د یادونې ده چې دا نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د هېواد د صنعتکارانو له لوري د څلورو ورځو لپاره جوړ شوی او پکې د صنعت او ودانیز سکتور په بېلابېلو برخو کې نږدې ۴۰۰ غرفې نندارې ته اېښودل شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د ودانیز صنعت او بیارغونې درېیم نندراتون پرانیستل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*