
کابل کې د ککړې هوا له زیاتېدو اندېښنې
د هوا د ککړتیا زیاتېدو د پلازمېنې د یو شمېر اوسېدونکو اندېښنې راپارولي دي.
د دغو اوسېدونکو په وینا، په تېرو څو اونیو کې د کابل ښار د هوا ککړتیا زیاته شوې او له مسوولانو غواړي چې په کابل ښار کې د هوا د لا زیاتې ککړتیا مخه ونیسي.
د کابل اوسېدونکی، فدا محمد په دې اړه وايي: «د کابل ښار هوا ډېره ککړه شوې ده. د تېرې اونۍ پرتله ککړتیا او دوړې ډېرې زیاتې شوې دي.»
محمد نظیر چې د کابل یو بل اوسېدونکی دی، زیاتوي: «داسې ده چې ورځ تر بلې په ډېرېدو ده. د کابل ښار هوا له پخوا هم خرابه وه، ځکه چې زاړه موټرونه په ښار کې ګرځي.»
د کابل یو شمېر نور اوسېدونکي د عامو خلکو پوهاوی او له ښاروالۍ او نورو بنسټونو سره همکاري د هوا ککړتیا په کمولو کې مهمه بولي.
د کابل اوسېدونکی، بازمحمد میرزاد هم وايي: « د جومات امامان کولای شي د منبر له لارې خلکو ته لارښوونه وکړي، او خلک هم کولای شي یو بل ته مشوره ورکړي، څو هېڅ ځای کې د هوا ککړتیا رامنځته نه شي.»
بلخوا، د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې د نورو ادارو، په ځانګړې توګه د ټرافیکو ریاست او کابل ښاروالۍ په همغږۍ، هڅه کوي چې په راتلونکي ژمي کې د هوا د لا ککړتیا مخه ونیسي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویاند، محب الله بهار هم بیا وايي: « په اوږدمهاله پلانونو کې یوازې د چاپېریال ساتنې ملي اداره ښکېله نه ده، بلکې د کابل ښاروالۍ، د ټرافیکو عمومي ریاست، د انرژۍ او اوبو وزارت او نورې ادارې هم له موږ سره کار کوي، څو په روان ژمي کې د کابل ښار د هوا ککړتیا راکمه شي.»
د کابل د هوا ککړتیا نوې خبره نه ده، بلکې هر کال د ژمي په راتګ سره د کابل او د هېواد په نورو لویو ښارونو کې د هوا ککړتیا زیاتیږي.
دا هغه مسأله ده چې تل د یو شمېر هېوادوالو له نیوکو سره هم مخ شوې ده.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د ککړې هوا له زیاتېدو اندېښنې"