کابل کې لاریون؛ بیت المقدس لومړنۍ قبله ده او ملاتړ یې د ټولو وجیبه

Photo: Mersh Hosary

کابل کې لاریون؛ د کابل ښار زرګونو اوسېدونکو د غزې په ملاتړ او د اسرایل د بریدونو د محکومیت په موخه لاریونونه وکړل.

نن (جمعه، د غبرګولي ۹مه) د پلازمېنې زرګونه اوسېدونکي د ښار په بېلابېلو سیمو کې د فلسطین په ملاتړ او پر غزې د اسراییلي رژیم د بریدونو د غندنې په موخه واټونو ته راووتل.

دوی د فلسطین او اسلامي امارت بیرغونه له ځان سره لېږدول او د اسراییلو او د هغوی د متحدینو پر ضد یې شعارونه ورکول.

د کابل اوسېدونکی چې د نوم له اخیستل کېدو ډډه کوي، په دغه لاریون کې داسې وايي: غزه زموږ ده او بیت المقدس هم زموږ د اسلامي ارزښتونو برخه ده. د پیغمبر ص معراج دی او د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده. زموږ مسوولیت او دنده ده چې ملاتړ ترې وکړو.

د پلازمینې یو شمېر دغه اوسېدونکي د الله اکبر د شعارونو په ورکولو سره د اسراییلو د بریدونو د ژر تر ژره درېدو او غزې ته د مرستو د رسېدو پر وړاندې د خنډونو د لېرې کېدو غوښتنه کوي.

د کابل یو بل اوسېدونکی هم چې نوم یې نه دی ښودلی، وايي: تاسې وینئ چې د غزې ماشومان او ښځې او سړي له تاسې مجاهدینو مرسته غواړي.”

د پلازمېنې اوسېدونکو له نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو وغوښتل چې په فلسطین کې د روانو تاوتریخوالو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
 

ځینو ګډونوالو هغه څه چې په غزه کې روان دي، ښکاره نسل وژنه وبلله.

د اسلامي امارت رییس ‌الوزرا هم په غزه کې روانه غمیزه غندلې او د نړۍ هېوادونو، ښکېلو خواوو او د بشرپالو بنسټونو چوپتیا یې «دردوونکې» بللې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په دې اړه وايي: تر ټولو دردونکې دا ده چې د نړۍ هېوادونه، ښکېلې خواوې، بشري بنسټونه او اړوند سازمانونه یا خو چوپ پاتې دي او یا یې ډېر کم اقدامات کړي دي. موږ یو ځل بیا په غزه کې د اسرائیل بریدونه او نسل‌وژنه په سختو ټکو غندو. موږ پر ټولو هېوادونو غږ کوو چې د دې فاجعې د پای ته رسولو لپاره ژر تر ژره مثبت اقدامات وکړي او هلته روان ظلمونه او وحشتونه ودروي.

د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند له هوکړ سره سره، په غزه کې پر ملکي وګړو د اسراییل پوځي بریدونه دوام لري.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو ورځو کې اسراییلو غزې ته د مرستو د لېږد په مخنیوي سره به غزه کې روان ناورین لاپسې زیات کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې لاریون؛ بیت المقدس لومړنۍ قبله ده او ملاتړ یې د ټولو وجیبه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*