
د کاري فرصتونو رامنځته کېدل او نړیوالو توکو ته د لاسرسي اسانتیا
په هېواد کې د الکترونیکي توکو یو پلورنځی چې په رسمي ډول د آمازون محصولات هېواد ته را واردوي، توانېدلی چې د ۲۹ کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
د دغه شرکت د امازون څانګې کارکوونکي وایي چې توکي پر خپل وخت افغان او ایراني پيرېدونکو ته رسوي.
د هېواد د الکترونیکي توکو د یوه پلورنځي مدیر محمد مصطفی صدیقي وایي چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې یې هڅه کړې چې هېوادوالو ته د امازون محصولات برابر کړي.
د هغه په وینا، دا شرکت اوس یوازینی بنسټ دی چې په دوبۍ کې له خپل مرکزي دفتر سره همکاري لري، په مستقیمه توګه د امازون توکو فرمایشونه اخلي او نه یوازې افغانانو ته، بلکې ایرانیانو ته یې هم رسوي.
هغه زیاتوي: «زموږ د لېږد خدمتونه د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته هم ترسره کېږي. د خپلو هېوادوالو تر څنګ، له دوست هېواد ایرانه هم ګڼ شمېر پېرېدونکي لرو او د هغوی فرمایشونه په دوبۍ کې زموږ د مرکزي دفتر له لارې ایران ته لېږل کېږي.»
د هغه ترڅنګ، مسیحالله نصرت د میاشتنيو فرمایشونو د حجم خبره کوي. نوموړی وایي چې هره میاشت په امازون کې د شاوخوا ۲۵۰ تر ۳۰۰ کیلوګرامه بېلابېلو توکو فرمایشونه ترلاسه کوي او له اوږدې لارې په تر ټولو لنډ ممکن وخت کې یې هېواد ته رالېږدوي.
هغه څرګندوي:«موږ پېرېدونکو ته د امازون د دوبۍ پته ورلېږو، ځکه چې متحده عربي امارات افغانستان ته د امازون تر ټولو نږدې مرکز دی. پېرېدونکي د خپلې خوښې د توکو لینکونه موږ ته رالېږي، موږ یې بیه محاسبه کوو او وروستۍ بیه ورته اعلانوو.»
دا ځای اوس د هغو پېرېدونکو د ورتګ پر ځای بدل شوی دی چې یا فرمایشونه ثبتوي یا د خپلو کڅوړو د اخیستو لپاره ورځي، هغه کڅوړې چې له زرګونو کیلومټره لېرې کابل ته رارسېدلي دي.
د ځينو پېرېدونکو په لاس کې لست دی او ځينې نور د خپلو هغو توکو په لټه کې دي چې له ډېرې مودې راهیسې یې ورته په تمه وو.
فلمجوړونکی او عکاس جمیل یوسف وایي: «ځینې وختونه هغه وسایل چې اړتیا ورته لرم، په افغانستان کې نه پیدا کېږي او سرګردانه کېږم. بالاخره په امازون کې فرمایش ورکوم او له نېکه مرغه د یوې اوونۍ په موده کې کابل ته رارسېږي.»
ضیاالحق چې د دغو خدمتونو یو کاروونکو دی وایي: «خوښ یم چې په افغانستان کې داسې یو شرکت شته او کولای شم خپل اړینې توکي له بهره ترلاسه کړو.»
امازون شرکت چې په ۱۹۹۴ کال کې د جېف بزوس له خوا په امریکا کې جوړ شو، نن د نړۍ په کچه د الکترونیکي توکو یو له لویو سوداګریزو شرکتونو دی چې په ۶۶ هېوادونو کې فعالیت کوي.
دا شرکت د امریکا، جرمني، بریتانیا، هند، جاپان او متحده عربي اماراتو په ګډون په ۲۰ هېوادونو کې د محلي پېرلو خدمتونه وړاندې کوي.
په داسې شرایطو کې چې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی محدود دی، دغه ډول نوښتونه کولای شي د هېوادوالو او د نړۍ یو مهم پل وي.
لومړی نظر وکړئ on "د کاري فرصتونو رامنځته کېدل او نړیوالو توکو ته د لاسرسي اسانتیا"