
په افغانستان کې له دوه کلن ځنډ وروسته د نړیوال بانک پر مالي ملاتړ د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې د دې پروژې کار بیا پیل شو او ټاکل شوې، چې راتلونکی کال بشپړ شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي؛ په افغانستان کې به هم د دې پروژې کار تر راتلونکي کال پورې بشپړ شي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه په رسمي ډول د ۲۰۱۶ کال په می میاشت کې پیل شوه او موخه یې له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د برښنا لېږدول دي.
د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیعالله عابد وايي؛ د پروژې ۷۰ سلنه کار بشپړ شوی او ۹۵ سلنه تجهیزات یې لیږدول شوي دي.
ځینې کارپوهان وايي؛ د دې پروژې له پیل کولو سره د سیمې هېوادونه کولی شي د یو بل د انرژۍ له سرچینو څخه ګټه پورته کړي او د انرژۍ په غیر متوقع سرچینو تکیه کمه کړي.
د دغې پروژې پر بشپړیدو به تاجکستان او قرغزستان نه یوازې د برښنا صادراتو څخه عاید ترلاسه کړي، بلکې د سویلي آسیا د انرژۍ رسولو کې به هم مهم رول ولوبوي.
دا پروژه د نړیوال بانک، اسلامي پراختیایي بانک، د بیارغونې او پراختیا لپاره د اروپا بانک او د اروپا د پانګونې بانک په څېر ادارو لخوا له پانګونې او مالي ملاتړ سره پلي کیږي. د پروژې د بشپړولو پر وړاندې یو له اصلي خنډونو څخه په وروستیو کلونو کې د افغانستان سکټور لپاره د تمویل ځنډول دي؛ خو چارواکو ویلي، ستونزه د نړیوال بانک او نورو پراختیایي شریکانو سره له اوږدو خبرو اترو وروسته حل شوې ده.
اسلامي پراختیایي بانک، د بیارغونې او پراختیا لپاره د اروپا بانک او د اروپا د پانګونې بانک په څېر ادارو لخوا له پانګونې او مالي ملاتړ سره پلي کیږي. د پروژې د بشپړولو پر وړاندې یو له اصلي خنډونو څخه په وروستیو کلونو کې د افغانستان سکټور لپاره د تمویل ځنډول دي؛ خو چارواکو ویلي، ستونزه د نړیوال بانک او نورو پراختیایي شریکانو سره له اوږدو خبرو اترو وروسته حل شوې ده.
لومړی نظر وکړئ on "کاسا-۱۰۰۰ پروژه به په ۲۰۲۷ ز.کال کې پیل شي"