کام ګروپ او دلتا انټرنشنل د ټاپي ګازو په پروژه کې د همکارۍ تړون لاسلیک کړ

کام ګروپ او دلتا انټرنشنل د ټاپي ګازو په پروژه کې د همکارۍ تړون لاسلیک کړ

د کام ګروپ خصوصي شرکت اعلان کړی چې په وږي میاشت کې د دوه زره میګاواټه برېښنا د تولید تر هوکړې وروسته یې اوس د سعودي عربستان له “دلتا انټرنشنل” شرکت سره د ګازو په برخه کې هوکړه لاسلیک کړې ده. 

د دغه شرکت په خبره، دا هوکړه لیک د دلتا انټرنشنل او د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت تر منځ سویلي اسیا ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد په موخه لاسلیک شوې ده.

د کام ګروپ شرکت سلاکار، محمد ګل خلمي و ویل: «د دلتا انټرنشنل رسمي استازی افغانستان ته راغی او د افغانستان د ګازي انرژۍ په برخه کې یې له کام انرژۍ شرکت سره د ګډې پانګونې ژمنه وکړه. دا له هغو لویو پروژو ده چې افغانان ورته له شاوخوا شل کلونو راهیسې په تمه وو، خو د بودیجې د کمښت او سیاسي بدلونونو له امله دا پروژه ورو روانه وه. دا پروژه د ټاپي یا د ترکمنستان د ګاز د لېږد پایپ‌لاین پروژه ده چې سویلي اسیا ته به ګاز لېږدوي.»

ورته مهال، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په حضور کې د دلتا انټرنشنل له اجراییوي رییس سره د ګازو د اکتشاف، استخراج او د انتقال د نل‌لیکو غځولو په اړه خبرې کړي دي. 

د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت و ویل: «د دلتا انټرنشنل اجراییوي رییس د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې خپلې تجربې به له افغان انجنیرانو سره شریکوي.»

بل‌خوا، د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د انرژۍ په برخه کې پانګونه نه ‌يوازې د افغانستان د برېښنا د وارداتو اړتیا راکمولی شي، بلکې په هېواد کې به نوي دندې او د پرمختګ فرصتونه هم رامنځته کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي، میر شاکر یعقوبي و ویل: «د اوزبیکستان په څېر پر وارداتي برېښنا، چې کله ناکله د تخنیکي ستونزو له امله ټول افغانستان له ستونزو سره مخ کوي، د اتکا کمولو موږ د اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو سرچینې هم لرو. که دغو برخو کې سمه پانګونه وشي، نو لوی ظرفیتونه شته.»

تر دې وړاندې، د کام ګروپ شرکت د افغانستان له برېښنا سره د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت یوه هوکړه لاسلیک کړې وه، چې پر بنسټ یې د اوبو، ګازو، باد او د ځمکې د تودوخې له سرچینو دوه زره میګاواټه برېښنا تولیدیږي. د دې پروژې د پلي کېدو موده له درېیو تر اوو کلونو  ټاکل شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کام ګروپ او دلتا انټرنشنل د ټاپي ګازو په پروژه کې د همکارۍ تړون لاسلیک کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*