کرزی ا.ا. ته: ‘واقعی معنی مستقل افغانستان لپاره’ ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پرمخ پرانیځئ

Loading

د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۵ کلیزې د رارسیدو سره هممهاله پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ا.ا. له حکومت یو ځل بیا غوښتي چې په دغه هیواد کې دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پرمخ پرانیځي.

د پخواني جمهور رئیس د دفتر له خوا د یکشنبې په ورځ اګست ۱۸ (زمري ۲۸) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې خپلواکي لرل ستر ویاړ دی، دا ویاړ ساتل غواړي او ساتل یې د پردیو له احتیاجه د ځان د خلاصولو او پرمختگ له لارې کیږي.

حامد کرزي ویلي چې د افغانستان خلکو د تاریخ په اوږدو کې په پوره اتحاد او یووالي د خپل هیواد د ساتلو لپاره لاسونه سره ورکړي.

هغه زیاته کړې: “اوس ښایې ټول، اوږه په اوږه له احتیاجه د خلاصون لپاره، د علم او پوهې ترلاسه کولو او ترقۍ لپاره زیار وباسو. زموږ روښانه راتلونکې بې له شکه د ځوان نسل په تعلیم پورې تړلې ده او ضروري ده چې ټول د تعلیم د ودې په برخه کې هراړخیز کوښښ وکړو”.

پخواني جمهور رئیس په دغه اعلامیه کې د ا.ا.له حکومت څخه یو ځل بیا د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي: “په همدې ویاړلي مناسبت او په واقعی معنی د مستقل او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره، یوځل بیا پر سرپرست اسلامی حکومت [ا.ا.حکومت] ږغ کوم چې په هیواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیزي، څو د علم په زیور سمبالې نجونې د خپلو وروڼو ترڅنگ د هیواد د پرمختگ او له احتیاجه د خلاصون لپاره خپله ونډه ادا کړي”.

پخواني جمهور رئیس په دغه اعلامیه کې په یو تغر د ټولو افغانانو د راټولیدو هیله هم څرکنده کړې ده.

هغه ویلي لکه څنگه چې افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی، هیله لرم چې د گران وطن هر وگړی په خپله خاوره کې د خاوندتوب او آزادۍ په پوره احساس سره د وطن د آبادۍ او بسیاینې لپاره د کار او زیار زمینه ولري، ټول وطنوال پر یوه ټغر سره راټول شي او په هیواد کې د دایمي سولې او ثبات د تامین لپاره د ملي تفاهم لاره خپله کړي.

په عین وخت د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم په یوه اعلامیه کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یې خپره کړې افغانانو ته د بریتانیا څخه د خپلواکۍ د بیا ګټلو د ۱۰۵ کلیزې مبارکي ورکړې ده.

عبدالله هیله ښودلې چې ددغې ورځې نمانځنه به د افغانانو ترمنځ د یووالي، اتحاد پیوستون او د ټولنیز عدالت د پلي کیدو سبب شي.

افغانستان د پخواني پادشاه امان الله خان په مشرۍ د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري په ۲۸ له بریتانوي ځواکونو سره له اوږدو جګړو وروسته خپله خپلواکي اعلان کړه. د همدې نیټې راهیسې افغانان هرکال د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې دا ورځ نمانځي. د بریتانیا حکومت د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۱۹ د یو تړون له مخې افغانستان د یو بشپړه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت وپیژند.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرزی ا.ا. ته: ‘واقعی معنی مستقل افغانستان لپاره’ ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پرمخ پرانیځئ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*