کرزی د نجونو پر مخ د طبـي انسټیټونونو د تړل کېدو پرېکړې “سملاسي” لغوه غواړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د نجونو پر مخ د طبـي علومو انستیتوتونو تړل، «په داسې حال کې چې ښځې په ځانګړې توګه، مېندې د ټول هېواد په بېلابېلو برخو کې له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ دي، د سختې خواشینۍ وړ دی.»

ښاغلي کرزي په یوې خبرپاڼه کې ویلي، «زموږ د هېواد له اړتیاو د خلاصون یوازینۍ لار او د بېلابېلو برخو د ودې او پرمختګ یوازینۍ عامل، زده کړه ده.»

هغه له اسلامي امارت غوښتي چې د نجونو پر مخ د طبي انسټیټوټونو د بندیدو پرېکړه «ژر تر ژره لغوه کړي او سربېره پر دې، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې هم ژر پرانیزي، څو زموږ د ځوانانو استعداد، چې د هېواد اساسي او بې سارې پانګه ده، ضایع نشي.»

پخواني ولسمشر زیاته کړې، «افغانستان هغه وخت له بهرنیو اړتیاو خلاصیږي او پر کورنیو ستونزو بریالی کیږي، چې روزل شوي او متخصص بشري ځواک ولري او دا هغه وخت ممکن دی چې د زده کړو او علومو د ترلاسه کولو زمینه ټولو ځوانانو، چې نجونې او هلکان دواړه پکې شامل دي، برابره شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د نجونو پر مخ د طبي علومو انسټیټونونو تړل دننه او بهر د سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

په همدې حال کې، د اروپایي ټولنې په غبرګون کې د اسلامي امارت دغه اقدام د «بشري حقونو د اساسي نقض څرګنده بېلګه» ګڼلې ده.

دغه ټولنې په یوې خبرپاڼه کې د سرپرست حکومت د دغې پرېکړې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې زیاتوي او د خلکو کړاونه ډېروي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ښځو ګډون په زده کړو او کاري ځواک کې یوازې د برابرۍ موضوع نه ده؛ بلکې د هر هېواد لپاره د ځان بسیاینې، پرمختګ او هوساینې لپاره اړینه ده.

اروپایي ټولنې له اسلامي امارته غوښتي چې خپله دا پرېکړه لغوه کړي او د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ خپلو ژمنو ته عمل وکړي، په ځانګړې توګه د ټولو افغانانو لپاره د زده کړو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د برابرې لاسرسي ډاډ ورکړي.

تر اوسه عامې روغتیا وزارت په رسمي ډول د نجونو پر مخ د طبـي علومو انسټیټونونو د تړلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

منبع


لومړی نظر وکړئ on "کرزی د نجونو پر مخ د طبـي انسټیټونونو د تړل کېدو پرېکړې “سملاسي” لغوه غواړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*