د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د زېمبابوې پر وړاندې شل اوريزو او يو ورځنيو سياليو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.
ټاکل شوې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ دری شل اوريزې، دری يو ورځنۍ او دوې ټېسټ لوبې د ډسمبر پر ۱۱ پيل او د راتلونکي کال د جنورۍ تر اتمې نېټې دوام وکړي.
د شل اوريزو سياليو لپاره لوبغاړو د راشد خان په مشرۍ رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، حضرت الله ځاځی، محمد نبي، درويش رسولي، زبيد اکبري، ګلبدين نايب، کريم جنت، عظمت الله عمرزی، محمد اسحاق، مجيب ځدراڼ، ننګيال خروټی، نور احمد، فضل الحق فاروقي، نوين الحق او فريد ملک غوره شوي دي.
په شل اوريزو سياليو کې په لومړي ځل چپ لاسي توپوهونکي زبيد اکبري ته موقع ورکړل شوې ده. نوموړی په اېمرجېنګ اسيا جام سياليو کې د پام وړ ځلېدلی و. توپ وهونکي دروېش رسولي ته هم له څه مودې وروسته په شل اوريزو سياليو کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.
د افغانستان بل توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ چې په وروستيو کې يې د ښنګري عمليات ترسره کړي له همدې کبله لا هم د لوبډلې برخه نه دی. بل پلو تکړه ورو توپ اچوونکی مجيب ځدراڼ چې له څه مودې راهيسې د لاس ټپ له کبله له لوبډلې بهر و اوس به په دواړو شل اوريزو او يو ورځنيو فارمټونو کې د افغانستان ملي لوبډلې برخه وي.
دغه راز د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګوربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، عبدالمالک، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ، بلال سمیع او فرید احمد ملک غوره شوي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د راتلونکې بشپړې لوبلړۍ اړوند د شل اوریزو او یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په مهالوېش کې بدلون راغلی دی.
د يادې ادارې د اعلاميې له مخې به شل اوریزې سیالۍ د ډسمبر میاشتې په ۱۱مه، ۱۳مه او ۱۴مه نېټه ترسره شي او درې یو ورځنۍ سیالۍ به د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټه وشي.
د يادولو ده چې د ټېسټ لوبو په نېټو کې کوم بدلون نه دی راغلی، او د اصلي مهالوېش له مخې به لومړۍ ټېسټ لوبه د ډسمبر له ۲۶مې تر ۳۰مې او دویمه ټېسټ لوبه د جنورۍ له دویمې تر شپږمې نېټې پورې ترسره شي.
افغانستان کرېکټ بورډ لا د ټېسټ لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ نه دی په ډاګه کړی.
لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ: افغانستان د زېمبابوې پر وړاندې سياليو ته د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ"